لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ملالې بريدکوونکى تن 2009ء کې نيول شوى ؤ: راپور


دبرطانيې په برمنگهم ښار کې دکوئين الزبتهـ هسپتال کې تر علاج لاندې ده او ددغه روغتون دډاکټرانو ترمخه دهغې درغيدو ښه موقع موجوده ده
دبرطانيې په برمنگهم ښار کې دکوئين الزبتهـ هسپتال کې تر علاج لاندې ده او ددغه روغتون دډاکټرانو ترمخه دهغې درغيدو ښه موقع موجوده ده
خبري ادارې روئيټرز دچارواکو له خُلې پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې په ملالې يوسفزۍ دبريد منصوبه بندي کوونکى تن سوات کې په 2009م کې دترسره شوؤ پوځي عملياتو په مهال نيول شوى ؤ خو بيا وروستو پريښودل شو.
راپور کې وئيل شوي دي چارواکودهاغه تن چې په 14 کلنې ملالې يوسفزۍ يې دبريد منصوبه جوړه کړې وه نوم يواځې عطاء الله ښودلى او زياته کړې يې ده چې عطاء الله په هاغو دوؤ وسله والو کې شامل ؤ چې په روانه مياشت کې يې سوات کې په ملالې يوسفزۍ دسکول دبس دننه ډزې کړې وې.
دغه چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط روئيټرز ته وئيلي دي چې باور کيږي عطاء الله 30 کلن او دتيښته په حالت کې دى او کيدى شي هغه دپاکستان گاونډي هيواد افغانستان ته تللى وي.
چارواکي وائي هغه په ملالې يوسفزۍ ددغه بريد منصوبه بندي دسوات دطالبانو دپخوانيمشر ملا فضل الله په وينا کړې وه.
ملاله يوسفزۍ تيره اوونۍ دسوات په مينگوره ښار کې هاغه وخت دترهه گرو په يو بريد کې پسر لگيدلې وه چې هغه دسکول په بس کې کور ته روانه وه.
اوس مهال هغه دبرطانيې په برمنگهم ښار کې دکوئين الزبتهـ هسپتال کې تر علاج لاندې ده او ددغه روغتون دډاکټرانو ترمخه دهغې درغيدو ښه موقع موجوده ده.
په ملالې يوسفزۍدبريد پړه دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان په غاړه اخستې او دهغه پسر دپاکستان حکومت انعام هم ويستى.
دوؤ چارواکو روئيټرز ته وئيلي دي چې عطاء الله په سوات کې دطالب جنگيالو په ضد 2009م کې دترسره شوؤ عملياتو په وخت نيول شوى ؤ.
يو چارواکي وويل هغه پوځ درې مياشتې په بند کې ساتلى ؤ، خو وروستو چې کله دهغه په ضد دورانکارۍ کوم ثبوت ترلاسه نۀ شو نو بيا پريښودل شو.
يو بل امنيتي چارواکي وئيلي دي په سوات کې دعطاء الله په کوردبريد کولووروستو امنيتي ځواکونو دهغه دنيولو لپاره کافي ثبوتونو لاسته راوړي دي.
که چرې په حقيقت کې عطاء الله په افغانستان کې موجود وي ، نو دهغه نيول به گران وي، په پاک افغان پوله دکلونو راهسې ترهه گرو خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړى او تر دغه سيمې دامنيتي ځواکونو رسد گران دى.
چارواکي وائي چې پاکستاني پوځيان دعطاء الله دنيولو لپاره نورې لارې چارې لټوي.
دامنيتي چارواکو وينا ده امنيتي ځواکونو دهغه مور او دوه وروڼه نيولي دي او ددغو نيونو مقصد عطاء الله پوځ ته دځان په سپارلو مجبورول دي.
چارواکي دا هم وائي چې دهغه نور دوه هاغه رشته داران هم نيول شوي دي چې دسوات څخه دتيښتې وروستو دهغوي په کور کې عطاء الله شپه تيره کړې وه.
يو بل چارواکي وويل په 2009م کې چې کله عطاء الله ونيول شو نو هغه ترهه گر نۀ ؤ بلکې هغه يواځې دطالبانوخواخوږى ؤ.
ددغه پوځي کارروايۍ په مهال دسوات دطالبانو مشر ملا فضل الله دخپلو نورو څو ملگرو سره په پټه افغانستان ته تښتيدلى ؤ

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG