د افغانستان نه د نيوزي لېڼد عسکرو انخلا او په افغانستان کې د ځواکونو په اړه د نېټو غونډه

د نېټو مشر سټولټنبرګ د ګل په ورځ بلجیم کې د مطبوعاتو سره د خبرو په وخت ویلي وو د افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو وتلو فېصله د امنیت سره تړلې ده او څوک هم دغلته د ضرورت نه زیات نشي پاتې کېدلی

د نېټو اتحادي ملک نیوزي لېڼد د افغانستان نه د ځواکونو د وېستلو اعلان کړی دی او د شورو- چارشنبې - په ورځ د نېټو د دفاع وزیران به په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د اینده او د چین او روس په وړاندې د ودرېدو په موضوعاتو خبرې کوي.

په افغانستان کې د نېټو د ځواکونو د مستقبل په اړه فېصله په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا دفاع وزارت چارواکي وايي نوي حکومت د خپلو پاتې ۲۵۰۰ ځواکونو راوېستلو فېصله لا نه ده کړې. امریکا د نېټو اتحادي ملک دی او د نېټو نور هېوادونه افغانستان کې ۷۰۰۰ ځواکونه لري.

په افغانستان کې د نېټو ځواکونو د اینده په اړه به دا د امریکا د نوي دفاع وزیر لویډ اسټن لمړۍ غونډه وي.

د امریکې د دفاع وزیر لویډ اسټن

د نېټو د غونډې وړاندې د دفاع وزارت چارواکي مني چې د تېر صدر ډانلډ ټرمپ په موده کې د نېټو هېوادونو سره د ام رېکې اړیکې زیانمنې شوي دي.

د دفاع وزیرانو دا انلاین غونډې نه وړاندې د نېټو مشر جېنس سټولټنبرګ ویلي چې مناسب وخت راتلو پورې به نړیوال ځواکونه افغانستان نه پرېږدي.

هغه ویلي چې د ټولو ځواکونو راوېستلو سره به نړیوال ترهګر افغانستان کې محفوظه مرکزونه بیا جوړ کړي.

بل خوا د غونډې نه وړاندې د نېټو یو اتحادي هېواد د نیوزي لېنډ وزیراعظمې جېسېنډا ارډن اعلان کړی تر می میاشتې پورې به د افغانستان نه خپل پاتې عسکر اوباسي.

د نیوزي لېنډ وزیراعظمې ویلي افغانستان کې د امن لپاره د سولې عمل د سیاسي حل امکان څرګندوي او اوس دغلته د نیوزي لېنډ د ځواکونو ضرورت نه دی پاتې.

خو د نېټو مشر سټولټنبرګ د ګل په ورځ بلجیم کې د مطبوعاتو سره د خبرو په وخت ویلي وو د افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو وتلو فېصله د امنیت سره تړلې ده او څوک هم دغلته د ضرورت نه زیات نشي پاتې کېدلی.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وايي امریکا او د نېټو هېوادونه یو ځای افغانستان ته تلي وو او یو ځای به راوځي.

دا خبرې په داسې وخت کېږي چې د امریکا په شمول د نېټو هېوادونه اندېښنې څرګندوي چې طالبان خپلې ژمنې نه پوره کوي او هلته د تسدد کچه لوړه شوې ده.

په دې وروستیو کې د امریکا او نورو نړیوالو لخوا دا پوښننې راپورته شوي چې ایا طالبان په خپلو ژمنو ولاړ پاتې دي؟

د افغان طالبانو د امریکې خلکو ته په یوه پرانیستي لیک کې د امریکې او طالبانو تر منځ د تړون پر عملي کېدو ټینګار کړی.

د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر له خوا لیکل شوی دغه خط د طالبانو پر ویبپاڼه خپور شوی او پکې لیکل شوي چې دوی د دوحې پر تړون ولاړ دي د امریکې نوی حکومت دې هم د سولې پر دې تړون عمل وکړي.