پاکستان کې د پوليو دوه نوې پېښې سيند او پنجاب صوبو کې رپورټ شوي، ورسره سږ کال 2025م کې په ملک کې د پوليو شمېره پينځو ته رسېدلې ده.
د پاکستان قامي هوايي کمپنۍ پاکستان انټرنېشنل ایرلاینز، پي آی اې ويلي، سعودي عرب ته تلونکو مسافرو دپاره د پوليو ويکسين لازمي ګرځول شوي دي.
پاکستان کې د روان کال 2025م د پوليو دويمه پېښه رپورټ شوې، د پوليو د مخنيوي پروګرام وايي، ليبارټرۍ په 12مه فرورۍ د سيند صوبې د بدين ضلعې څخه دا پېښه تاييد کړې ده.
پاکستان کې د تېر 2024م کال د پوليو بله پېښه رپورټ شوې ده، تېر کال کې د پوليو د پېښو شمېره 74 ته رسېدلې، تازه پېښه د سیند صوبې شکارپور کې معلومه شوې ده.
د خېبرپښتونخوا خېبر ضلعه کې د پوليو ضد څاڅکو کمپېن کې د ساتنې ډيوټۍ له په لاره روان پوليس اهلکار د نامعلومه وسله والو په بريد کې وژل شوی دی.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، په هر قيمت به د پاکستان څخه د پوليو خاتمه کول وي، په کوټلې تګلاره او ګډو هو د پوليو خاتمه کېدی شي.
د صحت نړيوالې ادارې [ډبليو اېچ او] خبرداری ورکړی، د امریکې د بهرنيو مرستې بندېدل به پاکستان او افغانستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام اغېزمن کړي.
پاکستان کې د 2024م د پوليو بله پېښه معلومه شوې ده د تېر کال د پوليو د پېښو شمېره 73 ته ورسېده. دا هغه کېسونه دي، د کومو ماشومانو څخه چې د پوليو وايرس نمونې په تېر کال کې اخستل شوي او د ليبارټرۍ څخه یې نتيجې اوس را وځي.
پاکستان د 2024م کال د پولیو بله پېښه د سیند صوبې جېکب اباد سیمه کې مالومه شوہ، د تېر کال د پولیو د پېښو ټوله شمېرہ 71 ته ورسېدہ.
د پولیو د مخنیوي ادارې پر خپله وېبپاڼه په یو بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې د جنورۍ پر نهمه په کراچۍ کې د يو ماشوم په وینه کې د پولیو ويروس تائید کړی دی.
خېبرپښتونخوا کې د پوليو بله پېښه رپورټ شوې ده. د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، نوې پېښه ټانک ضلعه کې تاييد شوې د 13 مياشتو ماشومه پوليو وهلې ده.
پاکستان کې د پوليو دوه نورې پېښې رپورټ شوي، په ملک کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو د رپورټ شوو پېښو شمېره 67 ته ورسېده. تازه پېښې خېبرپښتونخوا او سيند صوبه کې معلومې شوي دي.
نور کتل