لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا فضل الله څوک دی اؤ ترهګرۍ کومو پېښو کې لاس لري؟


دزیارت په ورځ دامریکایي پوځیانو له خولې داسې ناتائیده دعوې مخې ته راغلي چې دپاکستاني طالبانو دتحریک مشر ملا فضل الله دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان کونړ ولایت کې په یو ډرون برید کې وژل شوی دی.

خو طالبانو یا امریکا په رسمي توګه لا ددغه دعوې پخلی نه دی کړی.

له دې وړاندې هم څو کرته په عملیاتو کې د ملا فضل الله د وژنې دعوې شوي خو وروسته بیا دغه دعوې غلطې ثابت شوي دي ، البته دا ځل په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو ویاند لېفټېننټ کرنل مارټن اوډانل امریکه غږ ته پخلی کړی چې په کونړ کې دشوؤ عملیاتو هدف د یوې ترهګرې ډلې مشر په نخښه کول وؤ خو ویاند بیا هم د ملا فضل الله نوم نه دی اخستی چې ایا هغه په دغه ډرون برید کې وژل شوی که نه ؟

ملا فضل الله څوک دی ؟

ملا فضل الله په کال ۱۹۷۴ کې دپښتونخوا په سوات سیمه کې زیږیدلی اؤ تعلق یې د یوسفزئ قبېلې د بابوکاخیل څانګې سره دی.

هغه چې په یوه پښه لږ غوندې معذوره هم دی د تحریک نفاذ شریعت محمدي د مشر مولانا صوفي محمد زوم دی دسوات جهانزیب کالج څخه یې دمنځومانې زده کړې کړي دي.

هغه د لوړې کچې کومې دیني زده کړې هم نه دې کړي اؤ یوازې تر درېوؤ درجو یې دیني سبق ویلی دی.

دریډیو ملا په نوم شهرت

نوموړى هاغه وخت خلکو وپيژندو کله چې په کال ٢٠٠٧م کې په ملاکنډ کې دشريعت دنفاذ دپاره دمولانا صوفي محمد وسله والو غږ پورته کړو.

په دغه مهال هغه دخپل غيرقانوني ايف ايم ريډيو له لارې دسوات خلکو ته دشرعي اصولو په اساس دژوند کولو تبليغات کول چې له دې امله ډيرو خلکو ورته ريډيو ملا هم وئيلو.

سوات کې دهغه د فعاليت په مهال مولوي فضل الله د ښځو په تعليم بنديزلګولى ؤ،په شلګونو سکولونه يې په بمونو الوځولي وؤ اؤ د سوؤنو خلکو د وژنې پړه يې په غاړه اخستې وه.

په تيره موده کې پاکستاني ميډيا دائتلافي ځواکونو په يو بريد کې دهغه د وژل کيدو راپورونه هم خپارۀ کړي وؤ خو وروستو هاغه په يو ويډيو کې وليدل شو چې روغ رمټ ؤ.

دترهګرۍ کومو مهمو پېښو کې ککړ دی؟

کله چې په کال ٢٠٠٨م کې په سوات کې دامن دتړون څخه دسرغړونې وروستو پاکستاني پوځيانو په دغه سيمه کې دهغه دوسله والو په ضد عمليات پيل کړل نو هغه ړومبى قبائيلي سيمې اؤ بيا دافغانستان نورستان ولايت ته تښتيدلى ؤ.

راپورونه وائي دافغانستان څخه هم هغه په پاکستان کې خپل دورانکارۍ فعاليتونه دوامداره ساتلي وؤ اؤ زياتره وخت به يې په دير سيمه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه کول.

په دغو بريدونو کې دپاکستان يو شمير پوځيانو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.

دمُلا فضل الله په مشرۍ تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان په ١٦م دسمبر کال ۲۰۱۴م کې پيښور کې په ارمي پبلک سکول دترسره شوې هاغه خونړۍ حملې ذمه واري هم په غاړه اخستې وه چې پکې لږ ترلږه ١٣٢ طالب علمان،١٠ استاذان اؤ درې عسکر وژل شوي وؤ.

دټي ټي پي دمشر دجوړيدو څخه دمخه مُلا فضل الله دعوه کړې وه چې هغه دکال ٢٠١٣م دستمبر په مياشت کې دپاکستاني پوځ دلوړپوړي پوځي افسر ميجر جنرل ثناء الله نيازي په وژنه کې ککړ دى اؤ ددې ترڅنگ هغه په کال ٢٠١٢م کې دامن نوبیل جایزه ګټونکې پښتنې مبارزې ملالې يوسفزئ باندې دحملې امر هم کړى ؤ.

مُلا فضل الله جون کال ٢٠١٢م کې د١٧ؤ پاکستاني پوځيانو نه دسرونو قلمولو مسؤل دى اؤ هم یې دطالبانو خلاف دجوړو شوؤ ګڼو امن لښکرو دمشرانو دوژلو ذمه واري پغاړه اخستې ده.

دامريکا خارجه محکمې دپاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله نړيوال ترهه گر گرځولى دى.

د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ د مارچ په میاشت کې د فضل الله په سر د پنځه مېلنه ډالرو انعام اعلان کړو. هم دغه میاشت پاکستاني سرچینو ویلي وو چې د امریکايي ډرون په حمله کې د فضل الله یو زوی وژل شوی دی.

په کونړ کې د فضل الله خلاف د حملې خبر په داسې مهال رامنځته شوی دی چې افغان حکومت او طالبانو د اختر دپاره د ډز بندۍ اعلان کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG