لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شیرین مزاري:دلادرکه بلوڅانو کورنۍ دې احتجاج ختم کړي،وزیراعظم ورسره مارچ کې لېدنه کوي


دپاکستان د بشري حقونو وزېرې شيرين مزاري اسلام اباد کې د پارليمان مخامخ په احتجاجي پرلت ناست د بلوڅ لا درکه تنانو د کورنیو غړو ته په جبر د لادرکۍ د کشالې د هواري او د لادرکه بلوڅانو د کورنیو د غړو دوزير اعظم عمران خان سره راتلونکې مارچ میاشت کې د ملاقات کولو باور ورکړی دی.

هغې په احتجاج دبوختو کورنیو څخه غوښتنه کړې ده چې باید چې اوس خپل احتجاجي پرلت ختم کړي.

د بلوڅ لادرکه تنانو د کورنیو غړي چې زياتره پکې ښځې او ماشومان دي د تېرو يوولسو ورځو راهیسې د لا درکه خپلوانو د راخلاصېدو او د وزير اعظم عمران خان سره دليدنې غوښتنې کوي.

دپاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري وېلې چې وزیر اعظم عمران خان به دمارچ په میاشت کې د لا درکه بلوڅانو د کورنیو د غړو درې کسيزه کمېټۍ سره لیدل کتل وکړي.

د خالي په ورځ يو ټويټ کې د بشري حقونو وزیرې شيرين مزاري وايي چې هغې نن اسلام اباد اېکسپرېس چوک کې په احتجاجي پرلت ناستو د بلوڅ لا درکه تنانو د کورنیو غړو سره لېدل کړي او هغوئ ته یې د وزير اعظم پېغام رسولی دی.

د لادرکه بلوڅانو د کورنیو غړي چې پکې زياتره ښځې او ماشومان شامل دي د تېرو يوولسو ورځو راهسې په اسلام اباد کې په احتجاجي پرلت ناست دي او غوښتنه کوي چې هغوئ باید خبر کړل شي چې لادرکه کړل شوي خپلوان یې مړه دي که ژوندي؟

دوئ دا غوښتنه هم کوي چې وزیر اعظم عمران خان دې ورسره په دې اړوند ملاقات هم وکړى.

دغه احتجاج ته وخت په وخت د مخالفو سياسي ګوندونو مشران او د بشري حقونو فعالين او حکومتي وزيران د يووالې لپاره ورځي خو د غوښتنو باوجود وزیر اعظم لا نه دی ورغلی.

د لادرکه بلوڅانو د کورنیو غړو سره د ليدنې وروسته د خالي په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري ویلي چې هغې دوئ ته وزير اعظم عمران خان درې پېغامونه رسولې دي.

هغه وايي يو دا چې د لا درکه بلوڅانو خپل خپلوان دې خپله احتجاجي ناسته ختمه کړي، وزیر اعظم به د هغوئ سره د مارچ په میاشت کې ملاقات کوي او بله دا چې دغه کورنۍ دې حکومت د خپلو لادرکه تنانو د نومونو فهرست ورکړي چې داسې د وزير اعظم سره د ليدنې مخکې د دغو لا درکه کسانو حېثيت معلوم کړل شي او نور تفصيل راټول کړي.

د احتجاج منتظيمينو لخوا دخپل پرلت ختمولو په اړه لا کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی.

له دې وړاندې په دې پرلت کې برخه لرونکې د لا درکه بلوڅ ډاکټر دين محمد بلوڅ لور سمي دين بلوڅ ډيوه ته وېلي وؤ پلار یې کال 2009 کې د پاکستان د پوځ چارواکو د نيمې شپې د هسپتال نه بوتللی ؤ او له هغې راپدېخوا یې درک نه دی معلوم.

هغه وايي پلار یې د پاکستان د رياست خلاف نه ؤ خو په بلوچستان کې به یې د بشري حقونو په سرغړونو غږ پورته کولو.

نوموړې زیاتوي که پلار یې ټوپک په لاس او یا د غرونو څخه نيول شوی ډ نو بيا سمه وه هغوئ به هیڅ ګېله نه لرله.

پاکستان کې په شکمنه توګه د جبري لادرکیو ریښې په ظاهره د هېواد طاقتوره پوځ او د ادارې خفيه ایجنسیو ته رسېږي خو پوځ دا ادعاوې بې اساسه بولي او په کراتو یې رد کړي دي.

پاکستان کې د کال 2011 راهیسې په جبر د لادرکه تنانو د موندنې او په دې کې ککړو تنانو ته د قانون لاندې د سزا ورکولو لپاره يو کمېشن هم کار کوي او په تېرو ورځو کې وزير اعظم عمران خان په دې اړه د قانون جوړولو لپاره د کابينې يوه ځانګړې کمېټي هم جوړه کړې چې مشري یې د قانون وزیر فروغ نسيم کوي.

که څه هم د بشري حقونو نړیوال سازمانونه د کمېشن په کارکردګۍ بې باوري څرګندوي خو د کمېشن شمېرې ښيي چې د کال 2020 دسمبر پورې یې څلور زره قضيې هوارې کړې دي.

د لا درکه بلوڅانو دحقونو دپاره په مبارز دبوخت قدير بلوڅ تر مخه د کال 2000 راهیسې شاوخوا 50000 بلوڅان ورک دي خو په نزدو ورځو کې ځنې لا درکه بلوڅان کورنو ته راغلي خو تور لګوي چې د خلکو د لا درکو لړۍ بيا هم لا نه ده تم شوې.

د پښتنو دحقوقو تنظیم پي‌ ټي ایم فعالان هم وايي چې په زرګونو پښتانه د پخوانیو قبایلي سیمو او د خېبر پښتونخوا د نور علاقو څخه ورک دي.

په اسلام اباد کې د لادرکه تنانو د مقدمو وکيل کرنل رېټاېرډ انعام الرحيم ډيوه ته وايي کمیشن په خپل کار کې په بشپړه توګه ناکامه شوی.

هغه وايي کمېشن وايي چې څلور زره لادرکه تنان یې موندلي خو کمېشن د هغوئ په لادرکه کولو کې ککړ يو تن ته هم تر اوسه سزا نه ده ورکړې.

کال 2017 کې د سېنټ غړو چې پکې د پيپلزګوند سنېټر فرحت الله بابر هم شامل ؤ وېلي وو چې د لادرکه تنانو د کمیشن مشر او پخواني جج جاوېد اقبال د سنېټ د بشري حقونو کمېټۍ ته منلې وه چې د خلکو په زور لادرکۍ کې ککړ د پوځ 153 اهلکار ذمه وار موندلې شوي دي.

د پاکستان دپوځ د هغه وخت ویاند مېجر جنرل اصف غفور وېلې وو چې هر لا درکه تن په رياست پسې نه شي تړل کېدی او زياتره لا درکه تنان د ترهګرو ډلو په ليکو کې شامل شوي چې یا خو په نښتو کې وژل شوي او يا افغانستان ته تښتېدلي چې هلته پټ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG