لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ډي ایم: د عمران خان د باور رایه نه منو،‌ استعفی دې ورکړي


اسلام اباد ــــ د مخالفہ ګوندونو د ایتلاف پاکستان ډیموکرېټک موومنټ مشرانو د وزیراعظم عمران خان له خوا د قامي اسمبلۍ نہ د باور رایو په اخیستلو کې کامیابېدل رد کړي او د وزیراعظم نہ یې پہ ملک کې د نویو عمومي انتخابونو غوښتنہ کړې ده.

یادہ دې وي چې وزیر اعظم عمران خان د خالي- شنبې پہ ورځ یو ځل بیا د قامي اسمبلۍ نہ ۱۷۸ رایې واخیستې او کامیابہ شو. مخالفہ ګوندونو د غونډې بایکاټ کړی وو.

په اسلام اباد کې مېډیا سرہ د خبرو پہ مھال د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، پرون چې کوم خلق وزیر اعظم پہ بیعہ د ووټونو په خرڅولو تورن کړي وو بیا د ھغوی نہ ووټ اخیستل داسې ګڼي چې یعنې د باور ووټ یې واخیست:

"داسې نہ دہ، ملک نورې تباہۍ پلو مہ بوزہ، اوس پہ ملک کې د بیا انتخابونو نہ علاوہ بلہ لار نه شتہ".

خو د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز پہ وزیراعظم عمران خان باندې د باور څرګندولو له کبله د پالیمان د غړو مننہ وکړہ او وې ویل:

"نن یو ځل بیا نوټ تہ عزت ورکولو والا مختورن شول او د مخالفہ ګوندوونو بدې ارادې یو ځل بیا ماتې وخوړہ".

خو د مسلم لیګ ن مرستیالې صدرې مریم نواز د خپل ګوند شپاړس غړو نہ پہ زورہ د ووټونو اخیستلو تور لګولی او ویلي یې دي چې د پارلمنټ لاجز نہ پرون مورچہ جوړہ کړی شوې وہ او د خپلو شپاړس د پارلیمان غړو سرہ پاکستان تحریک انصاف خپل یو یو غړی پر ځای کری وو.

مریم نواز دعوه وکړہ چې د حکومت د تلو وخت راغلی دی، وایي د دوی سیاسي مرګ شوی دی خو ګور کفن یې پاتې دی او دا ھر څہ بہ پي ډي ایم پہ ګډہ سرہ کوي.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي چې "ګوډاګي او نالایقہ وزیراعظم ولس سختو ستونځو سرہ مخامخ کړی او پہ ھیواد کې یې اقتصادي ترھګري وکړه".

بلاول وویل دا فیصلہ بہ اوس پي ډي ایم کوي چې کلہ چرتہ او د چا پر ضد د بې باورۍ تحریک وړاندې کړي.

د سېنټ انتخابونو او د خالي- شنبې پہ ورځ د پارلیمان د ودانۍ نہ بھر د تحریک انصاف پلویانو له خوا د مسلم لیګ ن د مشرانو پر ضد چغې سورې او پہ دوی باندې ګوزارونہ کولو وروسته سیاسي تاوتریخوالی نور سېوا شوی او د مخالفہ ګوندونو مشرانو پہ سختو ټکو ددې کار غندنہ کړې.

بل خوا مسلم لیګ ن خپلو پلویانو او کارکنانو تہ د روانې میاشتې پہ ۲۶مه نېټہ د حکومت پر ضد د لانګ مارچ د پارہ د تیار اوسېدو غږ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG