لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو سره خبرو کې پرمختګ،حکومت د102طالبانو په خوشې کولو رضا شوی


دپاکستان دحکومت اؤ پاکستاني طالبانو دتحریک ټي ټي پي ترمنځ د روغې جوړې روانو پټو خبرو کې مهم پرمختګ شوی اؤ ددغو خبرو څخه باخبره سرچینې وایي چې دپاکستان حکومت دمهمو طالب مشرانو په ګډون دهغوئ د ۱۰۲ ؤ بندیانو په پرېښودو رضا شوی اؤ ډير زر به دغه طالب اسیران خوشې کړی شي.

په خوشې کیدونکو طالب مشرانو کې دسوات دمسلم خان ، محمود خان اؤ مولوي عمر نومونه هم شامل دي.

د انګریزۍ ورځپاڼې دي نیوز وتلي خبریال مشتاق یوسفزي د خالي په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي هغه دطالبانو اؤ هغه حکومتي کسانو سره خبرې کړي چې په دغو مذاکراتو کې یې ګډون درلود اؤ هغوئ ورته منلې ده چې دپاکستان دامنیتي ادارو دغړو اؤ پاکستاني طالبانو ترمنځ شوؤ خبرو کې پرمختګونه شوي دي.

مشتاق یوسفزی وایي دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ داخبرې سږکال دفرورۍ په میاشت کې پیل شوې وې اؤ له میډیا په دې خاطر پټې ساتل شوې وې چې هسې نه څوک ددې خبرو دګډوډولو هڅه وکړي.

طالبان څه وایي؟

خو په عین حال کې په اسلام اباد کې میشت وتلی خبریال طاهرخان وایي چې هغه دپاکستاني طالبانو دتحریک د ویاند محمد خراساني سره خبرې کړي اؤ هغه ورته ویلي چې فعلاً دپاکستاني طالبانو دتحریک اؤ حکومت ترمنځ هیڅ رقم خبرې نه کیږي.

خبریال مشتاق یوسفزی وایي چې کله مذاکرات کیږي دحکومت اؤ طالبانو، یا چې به امریکې دطالبانو سره کله مذاکرات کول نو دهغوئ به دا هڅه وه چې دا خبرې اترې باید میډیا ته رانه شي اؤ داسې مدام ځکه کیږي چې مذاکراتو کې بوخت اړخونه احتیاط کوي اؤ نه غواړي چې ځینې خلک،ملکونه یا ډلې دغه خبرې ناکامې کړي.

مشتاق یوسفزی وایي په اصل کې دا اوسنۍ خبرې دپاکستاني طالبانو اؤ دپاکستان دامنیتي ادارو ترمنځ روانې وې اؤ وزیراعظم عمران خان څو اوونۍ وړاندې پخپله هم ددې خبرې پخلی کړی ؤ چې دبیلابیلو ډلو سره دپاکستان دحکومت خبرې روانې دي اؤ پکې زیات پرمختګونه هم شوي دي.

مشتاق یوسفزی وایي کومو خلکو چې دا خبرې پیل کړې وې یا یې پکې ګډون درلودو ده پخپله دهغوئ اؤ طالبانو سره هم خبرې کړي دي اؤ ددغو خبرو له مخې د دواړو اړخونو ترمنځ د روغې جوړې وړومبۍ خبرې په کابل کې شوې وې.

“اول چې د دوئ کوم میټینګ شوی ؤ په کابل کې،هغې کې لږ تاؤ تریخوالی ؤ خو د دوئ چې بیا کوم دویم اؤ دریم میټنګ وشو په خوست کې ،هغې کې بیا د دواړو خواؤ په یو بل اعتماد بحال شوی ؤ اؤ دیو بل سره یې ډيرې په ښې طریقې سره لیدنې اؤ دتعاون کولو وعدې کړې وې”

خبریال مشتاق یوسفزی وایي په دغو خبرو کې طالبانو دپاکستان حکومت ته ویلي وؤ “که چرې تاسو واقعي سوله کوئ نو بیا به دټولو ګروپونو سره روغه کوئ “اؤ ددې ترڅنګ یې ترې دپینځوؤ مهمو طالب مشرانو دخوشې کولو غوښتنه هم کړې وه

حکومت کوم طالبان خوشې کوي؟

ښاغلي یوسفزي “په وینا دوئ (طالبانو) چې کوم نومونه ورکړي وؤ هغې کې یو مولوي محمد عمر دی چې دطالبانو پخوانی ترجمان ؤ،بل دسوات دطالبانو دترجمان اؤ مشر مسلم خان نوم دی اؤ بل دسوات دطالبانو مهم مشر محمود خان دی”

مشتاق یوسفزی وایي حکومتي پلاوي طالبانو ته نه یوازې دیادو طالب مشرانو د خوشې کولو باور ورکړی ؤ بلکې ورته یې ویلي وؤ چې که تاسو غواړئ نو حکومت به نور طالب بندیان هم خوشې کړي اؤ دغسې دواړه خواوې د۱۰۲ طالب مشرانو په خوشې کولو متفق شوي دي.

دپاکستان حکومت لا تراوسه ددې دطالب مشرانو دخوشې کولو پخلی نه دی کړی خو تیره میاشت دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وؤ چې که طالبان وسله وغورځوي اؤ حکومت سره خبرې پیل کړي نو حکومت ورته بخښنه ورکولی شي.

خو بیا یو شمیر څېړونکو ،سیاستمدارانو اؤ مدني فعالینو دحکومت په دې دریځ سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې طالبانو دعامو خلکو بچي وژلي دي اؤ حکومت واک نه لري چې دنورو خلکو د بچو وینې طالبانو ته وبخښي.

دسولې تړون به کامیاب شي؟

مشتاق یوسفزی وایي دکومو طالب مشرانو په خوشې کولو چې اتفاق شوی هغوئ دبیلابیلو سیمو دزندانونو نه یو ځائ ته راوستل شوي دي اؤ دهغوئ څخه بیا ځینې دا مهال شمالي وزیرستان میرانشاه ته بوتلل شوي چې له دغه ځایه به افغان طالبانو ته سپارل کیږي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې مشتاق یوسفزي ډیوه ته وویل د روغې جوړې دا کوم عمل چې روان دی نو دا دافغان طالبانو په مشرۍ روان دی اؤ هغوئ پکې اهم رول ادا کړی دی.

"کله چې کابل فتح شو اؤ دطالبانو حکومت راغلی نو دا کار مخکې لاړو ، مولوي فقیرمحمد چې باجوړ کې دطالبانو یو مهم مشر ؤ هغه نیول شوی ؤ اؤ په افغانستان کې بندي ؤ کله چې دطالبانو حکومت راغلی نو هغه رها کړی شو نو هغه (مولوي فقیرمحمد) هم په دې کې ډیر اهم کردار ادا کړو اؤ دې روغه جوړه کې یې ډيرې منډې ترړې ووهلې"

مشتاق یوسفزی وایي داسې هیلې کیدلې چې بندي طالبان به د نومبر پریښودل شي خو په دغه نیټه پرې نه ښودل شول اؤ اوس به ډير زر دوئ خوشې کړل شي.

هغه وایي تر اوسه دطالبانو اؤ حکومت ترمنځ دشوؤ خبرو جذئیات مخې ته نه دي راغلي خو سرچینو ده ته ویلي دي چې په خبرو اترو کې لس غوښتنې دپاکستان حکومت طالبانو ته مخې ته ایښودي دي اؤ پینځه غوښتنې طالبانو لرلې

مشتاق یوسفزی وایي دطالبانو اؤ حکومت ترمنځ که دا نوی د سولې تړون کیږي نو دکامیابیدو چانس یې دتیر وخت د تړونونو په پرتله ځکه زیات دی چې په اصل کې اوس مهال جګړه دطالبانو اؤ دپوځ ترمنځ روانه ده اؤ دا ځل په مذاکراتو کې دپوځ مشران هم پخپله موجود دي اؤ طالبان هم پکې پخپله برخه لري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG