لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان طالبان وایي دپاکستاني طالبانو تحریک د دوئ برخه نه ده


دافغانستان طالبان وایي دپاکستاني طالبانو تحریک د دوئ برخه نه ده اؤ هغوئ باید خپل هیواد کې دامن اؤ ثبات ټینګښت ته خپل پام وګرځوي.

تر دې وړاندې دپاکستاني طالبانو دتحریک دمشر نورولي مسید یوه ویډيو په ټولنیزو رسنیو خپره شوې وه چې هغه پکې ټي ټي پي افغانستان کې د واکمنو طالبانو دتحریک دیوې برخې په نوم یاده کړې وه.

خو دجمعې په ورځ دافغانستان دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دعرب نیوز رسنۍ سره پخپله یوه مرکه کې دنور ولي مسید دا دعوه رد کړې ده اؤ وایي ټي ټي پي په تنظیمي توګه داسلامي امارت برخه نه ده.

ذبیح الله مجاهد ټي ټي پي ته مشوره ورکړې ده چې خپل هیواد کې دامن اؤ ثبات لوري ته پام وګرځوي ترڅو سیمه اؤ پاکستان کې د دښمنانو دمداخلې مخه ونیول شي.

پخپله دې مرکه کې دافغان طالبانو ویاند په پاکستان هم ټینګار کړی چې دسیمې اؤ‌ دځان په ښېګړه کې باید د ټي ټي پي په غوښتنو یو نظر بیا واچوي.

هغه ویلي چې ټي ټي پي دپاکستان کورنۍ ستونزه ده اؤ دافغانستان اسلامي امارت دریځ لري چې مونږ به دیو هیواد په کورنیو معاملو کې هم لاس نه وهو اؤ دپاکستان په مسله کې هم پخپل دې دریځ ولاړ یو.

تر دې وړاندې دنومبر په میاشت کې ټي ټي پي اؤ دافغان طالبانو دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي منلې وه چې دافغانستان دطالبانو په منځګړتوب دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې خبرې پیل شوي اؤ بیا دپاکستان حکومت اعلان کړی ؤ چې ټي ټي‌ پي سره یې دیوې میاشتې د اوربند تړون کړی دی .

خو دتیر زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ټي ټي پی ویاند محمد خراساني حکومت ددې تړون څخه په سرغړونه تورن کړی ؤ اؤ خپل یو بیان کې یې ویلي وؤ چې دتړون باوجود امنیتي ځواکونه قبایلي ضلعو کې د دوئ په کسانو بریدونه کوي.

څېړونکي وایي په عملي توګه اوس دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې تړون مات شوی اؤ تیره ورځ په ټانک سیمه کې دپولیو دڅاڅکو ورکوونکو په حفاظت دمامور یو پولیس عسکر د وژنې پړه هم ټي ټي‌ پي پغاړه اخستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG