لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوربند ختمیدو وروسته ټي ټي پي پاکستان کې دبریدونو لړۍ بیا چټک کړې


زيارت د ورځې راپديخوا د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د ډز بندۍ ختمېدو وروسته ټي ټي پي په دوو ورځو کې د دريوؤ بريدونو ذمه واري پغاړه اخستې ده.

څېړونکي وایي د ډزبندۍ ختمیدو سره سم دطالبانو لخوا چټک بریدونه ددې خبرې غمازي کوي چې دوئ به راتلونکي کال کې خپل بریدونه نور هم پراخه اؤ سیوا کړي.

پاکستاني طالبانو په ټانک او وزيرستان کې په پوليسو او بنو کې د پوليسو په چوکۍ د بريد ذمه واري منلې ده ،

دټانک او وزيرستان پېښې پوليسو تايد کړې خو د بنو په اړه يې لا هم څه نه دي ويلي.

په تیرو دوؤ ورځو کې دخیبر پښتونخوا ټانک ضلعه کې دپولیو دڅاڅکو ورکوونکو په ډله پرله پسې دوه بریدونه شوي چې دوه پولیس عسکر پکې وژل شوي اؤ یو بل دایف سي عسکر ژوبل شوی دی.

دخالي په ورځ ټانک کې دشوي برید پړه ټي ټي پي پغاړه اخستې خو د اتوار په ورځ دشوي برید په اړه لا په سمدستي توګه دطالبانو څه دعوه مخې ته نه ده راغلې.

په ټانک ضلعه کې دپولیو په ډلو دا تازه بریدونه وروسته له هغې شوي چې درې ورځې وړاندې دپاکستاني طالبانو تحریک حکومت سره دسولې دشوي تړون ختمولو اعلان وکړو.

دنومبر په میاشت کې ټي ټي پي اؤ دافغان طالبانو دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي منلې وه چې دافغانستان دطالبانو په منځګړتوب دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې خبرې پیل شوي اؤ بیا دپاکستان حکومت اعلان کړی ؤ چې ټي ټي‌ پي سره یې دیوې میاشتې د اوربند تړون کړی دی .

خو دتیر زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ټي ټي پی ویاند محمد خراساني حکومت ددې تړون څخه په سرغړونه تورن کړی ؤ اؤ خپل یو بیان کې یې ویلي وؤ چې دتړون باوجود امنیتي ځواکونه قبایلي ضلعو کې د دوئ په کسانو بریدونه کوي.

د فاټا څيړنيزي ادارې مشر منصور محسود وایي د يوې مياشتې اوربند کې ټي ټي پي بيا ځان بیا رامنظم کړی اؤ راتلونکي کې ددوئ دا بريدونه نور هم سېوا کيدای شي۔

وي او ای ای ډیوه سره خبرو کې منصور محسود وایي د اوربند په مهال طالبانو یو ځل بیا خپل صفتونه منظم کړي اؤ د دوئ په بریدونو کې اضافه شوې ده اؤ دا هرڅه ښایي چې کال ۲۰۲۲ به دټي ټي پي دبریدونو په حواله یو خطرناک کال وي.

د پاکستان دفوځ پخواني لوړ پوړی مشر بريګډير(ر) سيد نذير وایي که چرې پاکستاني طالبان پاکستان سره بیا خبرو ته نه کیني نو دا به خپله د دوئ په زیان هم وي.

دهغه په وینا که چرې ټي ټي پي دغسې ونکړي نو دوئ لپاره دافغانستان په زمکه پاتې کیدل هم ګران شي اؤ دیخوا به هم ورته را اوختل ګران وي ځکه چې اوس دلته هم خلک دطالبانو هغسې پلویان نه دي پاتې .

دا په داسې حال کې ده چې دټي ټي پي مشر نورولي محسود پخپله یوه وروستۍ ویډیو کې دعوه کړې چې دوئ په افغانستان د واکمنو طالبانو دتحریک یوه برخه ده.

خو دافغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پخپله یوه مرکه کې دټي ټي پي دا دعوه رد کړې ده اؤ ویلي یې دي چې په تنظیمي لحاط ټي ټي پي دافغانستان اسلامي امارت سره تړاؤ نه لري.

پاکستان دطالبانو لخوا داوربند ماتولو اعلان اؤ دهغوئ لخوا دبریدونو پیل شوې لړۍ ته لا په رسمي توګه څه غبرګون نه دی ښودلی

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG