لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان پاکستان ته: افغانستان لاوارثه ندی پاته، خپل د ملک دفاع ته آماده یو


د طالبانو د دفاع نګران وزیر محمد یعقوب مجاهد (منځ کې) د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی دی
د طالبانو د دفاع نګران وزیر محمد یعقوب مجاهد (منځ کې) د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی دی

واشنګټن - په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د داخله وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې "افغانستان لاوارثه ندی" او دوی (طالبان) آماده دي چې د خپل هېواد د علاقائي سلامتي او آزادۍ نه دفاع وکړي.

وړاندې تر دې د پاکستان داخله وزیر رانا ثناالله ویلي و چې که تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له خوا پاکستان ته خطره پېښه شي او که افغانستان د تندلارو مرکزونه هلته له منځه یونه سي او خلک یې پاکستان ته ونه سپاري، نو پاکستان سره ګني دا قانوني صلاحیت شته چې په افغانستان کې دننه د تندلارو مرکزونه پخپله وځپي. د پاکستان داخله وزیر دا خبرې د اېکسپرس نیوز سره په مرکه کې کړي دي.

د رانا ثنا الله دې خبرو ته د طالبانو دفاع وزارت، چې مشري یې د ملا یعقوب مجاهد په غاړه ده او هغه د ملا محمد عمر زوی دی، د اتوار/یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په جاري کولو سره غبرګون وښود.

د طالبانو په اعلامیه کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دا وروستۍ خبرې چې ګني افغانستان کې دننه د ټي ټي پي مراکز شته دي او په پاکستان باندې حملې کوي، "پاروونکې او بې اساسه" بللي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې "د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي."

طالبانو دا دعوه هم کړې چې د پاکستاني طالبانو مرکزونه پخپله پاکستان کې دي او په دې اړه ګني شواهد هم موجود دي.

طالبانو غوښتنه کړې چې پاکستان دې خپل تشویش د مفاهمت د لارې حل کړي، مګر دا یې ورسره زیاته کړې چې "افغانستان لا وارثه ندی، موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یو، او دخپل ګران هیواد په دفاع کي ترهرچا ښه تجربه لرو."

تر دې وړاندې کله چې پاکستاني ځواکونو څو ځله د افغانستان په سرحدي ولایتونو ګوله بارۍ کړې وې، هلته هم د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي و چې دا بریدونه یې د قامي مفاداتو په بنیاد برداشت کړي مګر آینده کې به د داسې حملو په خلاف چوپ پاته نشي.

یاده دې وي چې تېره هفته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې پاکستان افغان چارواکو سره دګډې پولې دښه انتظام، د ډپلوماټانو دامنیت پراخولو اؤ د ترهګرۍ د مخنیوي په ګډون په یو لړ مهمو ستونزو خبرې اترې کوي.

د خارجه دفتر ویاندې په اسلام اباد کې مطبوعاتو ته وویل چې افغانستان پاکستان ته ځېنې باورونه ورکړي دي او هیله ده چې خپلې کړې ژمنې به سرته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو په وار وار دعوې کړي چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان ځمکه کاروي او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وړاندې هم ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت رامنځته کېدو سره وسله واله ډله ټي ټي پي نوره هم پیاوړې شوې ده.

خو په افغانستان واکمن طالبان او پخپله ټي ټي پي د پاکستان دا دعوې ردوي چې ګنې د پاکستان پرضد فعالیتونو لپاره پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره استعمالوي.

یاده دې وي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې کله چې طالبانو د افغانستان واک اختیار ترلاسه کړو نو پاکستان کې د هغوی واک ته په رسیدلو د خوښۍ جشنونه شوي و او هغه وخت د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي و چې افغان طالبانو "د غلامۍ زنځیرونه مات کړل".

څېړونکي وایي پاکستان هیلې درلودلې چې افغان طالبان به ټي ټي پي د پاکستان پرضد د فعالیتونو څخه منع کړي خو برعکس په دې نزدیو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ پېښې نورې هم زیاتې شوي او د دې پېښو ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG