لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او آی اېم اېف ډلې ترمنځ لس ورځېنۍ خبرې بې نتیجې ختمې شوې


د پاکستان او نړېوالې مالیاتي ادارې – آی اېم اېف – مېشن ترمنځ تر لسو ورځو پورې روانې تکنیکي او پالیسي خبرې د زیارت/پنجشنبې په شپه، بغیر د څه نتیجې ختمې شوې او آی اېم اېف د پاکستان سره د سټاف لېول لوظنامې د کولو نه بخښنه غوښتې ده.

په دې اړه د زيارت/پنجشنبې په شپه اسلام اباد کې کيدونکې د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار او د آی اېم اېف ډلې تر منځ خبري غونډه ونشوه.

د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه، د پاکستان او آې اېم اېف ترمنځه اوس هم په بعضې معاملو اختلافات شتون لري او د سټاف په کچه کېدونکې لوظنامې منظوري به اوس په واشنګټن کې د فنډ مرکز ورکوي.

د رپوټونو له مخې، د آی اېم اېف ډلې پاکستان ته د غیرملکي مرستو په حوالې سره اسلام آباد کې مېشته د غیرملکي سفیرانو نه هم پخلی کړی دی.

پاکستان ته به راتلونکو پنځو میاشتو کې د نهو ته تر لس (۱۰-۹) اربه ډالرو بهرنۍ قرضې واپس کول وي.

خو بل لور ته د پاکستان د خزانې وزارت سېکټري مطبوعاتو ته ویلي چې د آی اېم اېف سره مذاکرات سرته رسېدلي او دوی ته د فنډ له خوا، ډېر ژر د سټاف لېول لوظنامې کولو ډاډ ورکړی شوی دی.

څېړونکي وایي موجوده حالاتو کې چې د هېواد د غیرملکي زرمبادلې ذخایر د درې اربه ډالرو نه هم راکم شوي دي، او دا صرف د دوو هفتو د درامداتو لپاره کافي دي، پاکستان د آی اېم اېف سره د اوه اربه ډالره پور لوظنامې د پر ځای کولو نه بغیر، بله څه لاره نلري.

د دوی په وینا، د دې لوظنامې وروسته به پاکستان ته د دوست هېوادونو څخه هم قرضې تر لاسه شي، او نورې نړېوالې مالیاتې ادارې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې د پاکستان انسټیټوټ آف ډیویلپمنټ اکامیکس یا PIODE د اقتصادي چارو کارپوهه شاهد محمود وینا وه: "په دې کې خو هېڅ شک نشته چې که د آی اېم اېف سره د دوی سمی راغی او دا لوظنامه وشوه، نو دا ملکونه چې دي کوم چې نن مونږ ورته دوستان ممالک وایو، دوی به هم ورسره مدد کوي."

دا چې اثر به یې د پاکستان په خلکو باندې څه وي، په دې اړه ښاغلي شاهد محمود وویل چې په قیمتونو به ضرور اثر پرېوزي، ځکه آی اېم اېف وایي چې د بجلۍ، ګېسو او نورو شیانو قیمتونه لږ نور هم سېوا کړئ.

د شاهد محمود وینا ده چې که د آی اېم اېف سره د پاکستان لوظنامه وشي، نو دې سره به د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ قدر کې هم اضافه راشي. په دې قسم به د درامداتو په قیمت هم اثر پریوزي او د ځینو شیانو بیعې به راښکته شي.

د اقتصادي چارو بل کارپوهه، ډاکټر خاقان نجیب وي او اې ډیوه ته وویل: "پاکستان ته به د آی اېم اېف شرطونه منل وي ولې چې دا وخت کومه مالیاتي خساره ده، د انرجۍ، پټرولو او بجلۍ څانګو کې د سبسېډیز یا رعاتونو ډېر لوی فرق دی، او دا به ختمول وي.

نوموړي زیاته کړه چې د اقتصادي اصلاحاتو بغیر، اوس پاکستان سره بله کومه لار نشته. ډاکټر خاقان نجیب دا هم وویل چې پاکستان ته به د خپل ټېکس آمدن سېوا کول هم وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG