لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا هڅه کوي د جنګي الوتکو د نندارې په وسیله هندوستان له روسه لرې کړي


واشنګټن ــــ امریکې روانه اوونۍ په «ایرو انډیا» نندارتون کې د ایف-35، ایف-16، سوپر هارنیټ او B-1B په ګډون ځینې جدیدې الوتکې نندارې ته وړاندې کړې دي، چې مقصد یې هندوستان هڅول دي چې د خپل روایتي سپلایر روس پر ځای له امریکې پوځي وسلې واخلي.

د رویټرز د خبر له مخې هند د خپل هوايي ځواک د زیاتولو لپاره د سوویت یا شوروي د زمانې د جنګي جیټ الوتکو د نوي کولو په لټه کې دی، خو د اوکراین د جګړې له کبله د روس د رسد ځنډېدو اندیښمن کړی او د لوېدیځ له فشار سره مخامخ دی چې له ماسکو څخه ځان لرې کړي.

د هند په بنګلور ښار کې د یوې اوونۍ «ایرو انډیا» شو نن د جمعې په ورځ ختمېږي او دا په 27 کلن تاریخ کې تر ټولو لویه «فضایي نداره» بلل شوې ده چې پکې امریکایي پلاوي ګډون کړی او د امریکې او هند تر منځ زیاتېدونکو سټرېټیجیکو اړیکو باندې پکې ټینګار شوی دی.

د رویټرز په وینا روس چې د شوروي اتحاد له زمانې راهیسې په هندوستان باندې تر ټولو لوی د وسلو پلورونکی دی خو په دې ننداره کې یې ګډون تش په نوم وو.

وایي د روس د وسلو سرکاري برآمدکوونکي «روسو بورون ایکسپورټ» له یونایټیډ ایرکرافټ او الماز اینټي سره ګډ سټال لګولی وو چې د الوتکو، لاریو، رېډارونو او ټېنکونو وړې نمونې یې نندارې ته وړاندې کړې.

رویټرز وایي په تېرو نندارو کې «روسو بورون ایکسپورټ» پخپل سټال کې ډېر مرکزي ځای درلود، که څه هم چې هند د یورپ او امریکې د نورو جنګي الوتکو په اړه غور پیل کړی روس بیا له یوې لسیزې راهیسې بنګلور ته جنګي جیټ الوتکې نه دي راوړې.

بوینګ ایف اې-18 سوپر هارنټس مخکې لا د هند د سمندري ځواک له نورو طیاره وړونکو سمندري بېړیو سره د جنګي جیټ الوتکو د رسولو په سیالۍ کې شاملې شوې دي.

د لاک هیډ مارتین ایف-21 الوتکې، چې د هند لپاره د ایف- 16نوی ډیزاین شوی دی په 2019م کال کې په «ایرو انډیا شو» کې یې پرانیسته شوې ده. د هند هوایي ځواک ته د دغو الوتکو وړاندیز هم شوی دی.

د هند له خوا د 114 ملټي رول جنګي الوتکو د اخیستلو لپاره د 20 اربه ډالرو وړاندیز له تېرو پینځو کلونو ځنډول شوی دی، چې په دې باندې له چین او پاکستان سره د کړکېچ له کبله ډېره پاملرنه ورته شوې ده.

د هند د هوايي ځواک (ای اې ایف) د یوې سرچینې په وینا، هند "په اوس وخت کې" پر ایف-35 الوتکو فکر نه کوي، خو په «ایرو انډیا شو» کې د دوو ایف-35 ننداره د واشنګټن لپاره د نوي ډیلي زیاتېدونکي سټرېټیجیک ارزښت نخښه ده.

یو ازاد دفاعي څېړونکی انګد سینګ وایي، دا د ایرو انډیا ننداره "د خرڅلاو ځای" نه وو، بلکې د هند- پېسیفیک په سیمه کې د دوه اړخیزو دفاعي اړیکو د اهمیت یوه نخښه وه. انګد سینګ رویټرز ته ویلي:

"که څه هم د وسلو خرڅول د اړیکو بنیاد نه دی، خو د هند او امریکې تر منځ په پوځي کچه شراکت او همکاري شته."

رویټرز وایي امریکا دا ګوري چې کومو هیوادونو ته د ایف- 35الوتکو د اخیستلو اجازه ورکوي.

د دې پوښتنې په جواب کې چې ایا امریکا به هند ته د دغو الوتکو د اخیستو وړاندیز وکړي، په هند کې د امریکې د سفارت دفاع اتاشي رېر ایډمرل مایکل ایل بیکر وایي، نوی ډیلي لا په دې اړه د غور کولو په "لومړیو مرحلو" کې دی چې ایا دا الوتکې غواړي که نه.

تر «ایرو انډیا شو» مخکې د روس سرکاري خبري ایجنسیو خبر ورکړی وو، چې ماسکو په تېرو پینځو کلونو کې نوي ډیلي ته د شاوخوا 13 اربه ډالرو وسلې ورکړې دي او د 10 اربه ډالرو وینا یې ورته کړې ده.

امریکې په تېرو شپږو کلونو کې هندوستان ته تر شپږ اربه ډالرو د زیاتو وسلو د اخیستلو منظوري ورکړې ده چې په هغوی کې د ټرانسپورټ الوتکې، اپاچي، چینوک او ایم ایچ-60 هیلیکاپټر، میزایل، د هوایي دفاع سیسټمونه، سمندري ټوپکونه او پي-8I څارونکې الوتکې شاملې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG