لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د احتجاج کوونکو افغانو ښځو اتحاد نړۍ ته: طالبان په رسمیت مه پېژنئ، سفري بندیزونه پرې ولګوئ


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت خلاف «د احتجاج کوونکو ښځو د تحریکونو اتحاد» د هیواد له ټولو سیمو د 800 ښځو لاسلیکونه را ټول کړي او په یوه خط کې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژني.

د احتجاج کوونکو ښځو اتحاد د ښځو د نړیوالې ورځې په مناست ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ښځې په ډېرو بدو حالاتو کې ژوند کوي او د "جنسیتي توپیر" په بڼه له یو نظام سره مخ دي.

د طالبانو حکومت لا د افغانو ښځو د دې اعتراضیه خط په جواب کې څه نه دي ویلي، خو چارواکو یې تل ویلي، چې حکومت یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته پابند دی.

د افغانو ښځو د احتجاج کوونکو تحریکونو اتحاد په خپل پرانسیتي خط کې له نړیوالې ټولنې اته غوښتنې کړې دي او ویلي یې دي چې ښځې له طالبانو هیڅ تمه نه لري، نړۍ او ملګري ملتونه باید ښځې د توندروۍ په ضد مبارزه کې یواځې پرې نه ږدي:

"موږ د افغانستان ښځې طالبان په رسمیت نه پېژنو او له تاسې هم تمه لرو، چې په رسمیت یې ونه پېژنئ، زمونږ په نظر طالبان یوه ترهګره ډله ده، چې د حکومت کولو نیت او وړتیا نه لري. له طالبانو د بدلون تمه کول یوه خیالي هیله دی".

د ښځو دې اتحاد ویلي، په تېر څه باندې یو نیم کال کې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو له ځپلو سره سره احتجاج کوونکو ښځو خپلې مدني مبارزې روانې ساتلې او د ښځو او نجونو خلاف یې د طالبانو د سخت دریځو پرېکړو په وړاندې د اعتراض ږغ پورته کړی دی.

په خط کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د افغانو ښځو تر څنګ ودریږي او د دوی د مدني مبارزو ملاتړ وکړي، ځکه چې وایي د طالبانو په واکمنۍ کې له ښځو سره سره مذهبي اقلیتونه او قومونه څنډې ته ټېل وهل شوي او په منظمه توګه له ځپلو او ورکولو سره مخ دي:

"د طالبانو پر غړو سفري بندیزونه ولګوئ، د افغانستان ښځې چې بندي کړل شوې او په خپل وطن کې په ازادۍ د ګرځېدو حق نه لري نو طالبان هم باید د سفر حق ونه لري".

د دغه اتحاد یوې غړې ژولیا پارسي د مارچ پر نهمه وي او اې ته وویل، دوی هیله لري چې د سیمې هیوادونه او نړۍ په ځانګړې توګه ملګري ملتونه به د افغانو ښځو ږغ واوري او پر طالبانو د فشار لپاره به عملي ګامونه واخلي.

مېرمن پارسي وایي نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت د ټولو بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو د سرغړونو پر سر د ځواب ویلو لپاره ذمه وار وګڼي.

تېره ورځ د افغان مېرمنو ددې اتحاد د غړو په ګډون د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو په کابل او د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې احتجاجونه کړي او د طالبانو په حکومت باندې یې پر ښځو د لګول شوو بندیزونو له کبله نیوکې او اعتراضونه کړي دي.

طالبانو په تېر څه باندې یو نیم کال کې د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار له بندیزونو سره سره ځینې نور بندیزونه هم لګولي دي، چې پکې له کوره بهر پر ښځو له محرم پرته د سفر، تفریحي پارکونو، حمامونو او ورزشي کلبونو ته د تللو بندیزونه شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې


په دوبۍ کې د سیاحت په اړه نړیوال نندارتون
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG