لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي او امریکا پر ښځو د بندیز په اړه د ملګرو ملتونو د قرارداد هرکلی کړی، خو طالبان یې بیا "داخلي مسله" ګڼي


UN
UN

واشنګټن ـــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د قراراداد ملاتړ کړی چې پکې پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه د هغوی د حقونو سرغړونه بلل شوې او ترې غوښتل شوي چې هغوی دې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې کار ته پرېږدي. طالبانو دا بیان خپل داخلي موضوع بللې ده.

د ایمنیسټي انټرنېشنل یوې مشرې جویس بوکورو د اپرېل پر 27مه په یو بیان کې ویلي، د امنیت شورا قرارداد په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري حقونو "د بې رحمه" برید په ترڅ کې منظور شو:

"دا ضروري ده چې طالبان دې قرارداد ته غاړه کښېږدي او سمدستي د ښځو او نجونو د کار او تعلیم له حقونو سره سره د هغوی پر بشري حقونو بندیزونه ختم کړي او ټول هغه کسان خوشي کړي چې د احتجاجونو یا د دوی [طالبانو] خلاف د خبرو له کبله نیول شوي دي".

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د زیارت- پنجشنبې په ورځ په متفقه رایو د طالبانو د حکومت هغه بندیز وغانده چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغانو ښځو پر کار کولو لګولی دی.

د امنیت شورا د دغه قرارداد مسوده متحده عرب اماراتو او جاپان وړاندې کړې وه چې پکې د طالبانو پر مشرانو غږ شوی چې د ښځو او جېنکو په حقونو باندې لګول شوي محدودیتونه دې "په فوري توګه" لرې کړي.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ هم د دې قرارداد هرکلی کړی او وایي دا یو ډېر "زورور قرارداد" دی چې وایي پر نیمایي ابادي یعنې ښځو د طالبانو جبر پکې غندل شوی او د بشري اړتیا او ترهګرۍ په ګډون پر ګډو ګټو د کار ژمنه پکې شوې ده.

ټامس ویسټ د جمعې په ورځ په درو ټویټونو کې د جاپان او متحده عرب اماراتو- چې دا قرارداد یې وړاندې کړی- او د اسلامي همکارۍ د سازمان د استازو په ګډون د هغو ټولو هېوادونو مننه کړې چې دې قرارداد ته یې رایې ورکړې دي:

"ویاړم چې د افغانانو د ملاتړ لپاره داسې یووالی وینم، څو ورځې وروسته به په دوحه کې هم د ګڼ شمېر هېوادونو استازي را غونډېږي او د [افغانستان په اړه] د نیژدې همږغۍ په اړه به بحث کوي".

د ایمنیسټي انټرنېشنل مشرې جویس بوکورو ویلي، د افغانو ښځو او حقونو پر حقونو د طالبانو د بندیزونو په اړه د ملګرو ملتونو قرارداد که څه هم په سم لوري ګام دی او دوی یې هرکلی کوي خو وایي دا قرارداد په دې کې ناکامه شوی چې د حقونو منظم سرغړوونکي پکې ذمه وار بلل شوي وای او ورسره د حساب کولو اقدامات ذکر شوي وای:

"د امنیت شورا غړي هېوادونه دې په افغانستان کې د ښځو او جینکو د حقونو د بېرته تر لاسه کولو لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړي او د ذمه واره چارواکو په توګه دې له طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو د پراخو او منظمو سرغړونو حساب وغواړي."

طالبان وایي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په قرارداد کې د هغې خبرې هرکلی کوي چې د افغانستان څو اړخيزو چېلنجونو ته د حل لارې موندلو پر اړتيا یې ټينګار کړی خو وایي دا ستونځې "غيرطبيعي" او د اقتصادي بندیزونو له کبله دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې د ښځو پر کار د بندیز د پرېکړې اخیستو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنې ته د مثبت جواب پر ځای دا د افغانستان داخلي موضوع بللې ده:

"دا د افغانستان یوه داخلي ټولنیزه مسله بولو چې په بهرنیو هیوادونو هيڅ اغیزه نه لري. موږ د افغان ميرمنو حقوقو ته ژمن یو او په ډاګه کوو چې تفاوتونو ته بايد درناوی وشي او سياسي نه کړل شي".

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تازه قرارداد کې ویل شوي چې ضروري ده د افغانستان اقتصاد ته د ورپېښو بنیادي چلېنجونو مخه ونیول شي او په بهر کې بندې پاتې د افغانستان د مرکزي بېنک شتمني دې د افغانانو په فایده وکارول شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG