لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په جون کې د راغلو افغانانو لپاره بیا د قانوني‌ اوسېدو بشردوستانه پېرول پیلوي


واشنګټن ــــ د امریکې د کورني امنیت اداره وایي په شرطونو برابرو افغانانو لپاره چې د بشردوستانه پېرول له لارې راغلي دي دا بهیر بیا شروع کوي چې امریکې ته راغلي افغانان وکړی شي په دې هېواد کې په قانوني توګه ژوند او کار وکړي.

ډیپارټمنټ آف هوم لېنډ سیکیورټي د مې پر پینځمه په یو بیان کې ویلي هغه افغانان چې د بشردوستانه ویزو له لارې د "متحدینو د هرکلي په عملیاتو" کې امریکې ته راغلي دي په راتلونکې جون میاشت کې آنلاین او د اسنادو په جمع کولو د بیا پېرول کېدو لپاره درخواستونه ورکړي.

په بیان کې ویل شوي دي‌ چې د پېرول د لومړي پړاو غوندې به دا ځل هم د خلکو درخواستونه په جلا جلا توګه د بیړنیو بشري اړتیاوو او مهمو عامه ګټو په نظر کې نیولو سره کتل کېږي.

ډي ایچ ایس اداره وایي په دې هکله تفصیلي معلومات به ډېر ژر خپاره کړي خو نېټه یې نه ده ښوولې چې کله به یې خپاره کړي.

د کورني امنیت ادارې په بیان کې ویل شوي چې د صدر جو بایډن حکومت د هغو زرګونو افغانانو دایمي خوندیتوب، امنیت او سلامتیا ته ژمن دی چې د ښه راغلاست په عملیاتو کې امریکې ته راوستل شوي او وایي د "دوامدار ښه راغلاست" پروګرام په بنیاد به دا چارې روانې ساتي.

په بیان کې دا هم ویل شوي دي‌ چې حکومت څو ځله د راغلیو افغانانو د مېشتېدو لپاره قانوني مسوده برابره کړې او پر کانګرس یې په عامه توګه ږغ کړی چې دا مسوده منظوره کړي.

د امریکې د ډیموکرېټ او ریپبلکن ګوند دواړو د کانګرس غړي د دې قانوني مسودې ملاتړ کوي خو لا یې منظوره کړې نه ده.

د امریکې د کورني امنیت ادارې ویلي د دې قانوني مسودې منظورېدل به هغو زرګونو افغانانو ته د دوامداره او منظمې کډوالۍ لارې برابرې کړي، چې د بشردوستانه پېرول یا ویزو له لارې امریکې ته راغلي دي.

ادارې له افغانانو غوښتي که په شرایطو برابر وي په امریکا کې د دایمي اوسېدو په ګډون دې د سپېشل امیګرېشن یا پنا اخیستو قانوني‌ لاره خپله کړي او هم دې د امریکې د شهریت او کډوالۍ ادارې یو ایس سي آی ایس په ویبپاڼه کې کې خپل اکاونټونه جوړ کړي.

د امریکې د کورني امنیت اداره وایي د روانې مې میاشتې پر 17مه به په ټوله امریکا کې «د افغانانو د ملاتړ مرکزونه» خلاص کړي، چې وایي لومړی مرکز به د اریزونا ایالت په فینیکس ښار کې پرانیزي.

د ادارې د معلوماتو له مخې په دې مرکزونو کې به د امریکې حکومتي کارکوونکي او غیرسرکاري تنظیمونه راغلیو افغانانو ته په امریکا کې د امیګرېشن او د ټولنیزو خدمتونو په هکله معلومات ورکوي.

اداره وایي د امریکې په نورو هغو ایالتونو کې چې تازه راغلي افغانان پکې اوسېږي هلته د نورو مرکزونو د پرانیستلو او نېټو په هکله معلومات به په راتلونکو اوونیو کې اعلان کړي.

د امریکې د حکومت د شمېرو له مخې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا یو لک شل زره افغانان را ایستل شوي او امریکې ته تر راتګ مخکې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې په لنډمهاله کېمپونو کې استوګن شوي دي.

په دغو شاوخوا یو لک شل زره افغانانو کې چې امریکا را ایستلي هغه کسان او د هغوی کورنۍ شاملې دي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکي یا په نورو برخو کې کارونه کړي او د مهاجرت ځانګړې ویزې ورته ورکړل شوې دي.

دویم هغه هغه افغانان دي چې د ځانګړو ویزو لپاره یې درخواستونه ورکړي خو لا ورته ویزې نه دي ورکړل شوي او امریکې ته د بشردوستانه پېرول له لارې راوستل کیږي او د ځانګړو ویزو په اسنادو یې کار کیږي. د پېرول تر منل کېدو وروسته هغیي کولای شي د امریکې د شهریت او امیګرېشن له ادارې سره د مهاجرت بېلابېلو پروګرامونو ته درخواستونه ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG