لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له امیر خان متقي سره د پښتنو سیاسي مشرانو لیدنه; ځینو دا "سیاسي مصلحت" بللی او ځینو یې هرکلی کړی


واشنګټن ــــ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي په اسلام اباد کې د پښتنو د ملتپالو او مذهبي سیاسي ګوندونو له مشرانو سره لیدلي، پر ټولنیزو رسنیو ځینو خلکو پر دغو مشرانو سختې نیوکې کړې دي او ځینو دا یو ښه ګام بللی دی.

دا معلومه نه ده چې د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه که نه خو هغه نه وو ورغلی او پر ټویټر یې له امیر خان متقي سره دغه ناسته د اعتراض په ډول "سیاسي مصلحت" بللی دی:

"پښتون نېشنلزم تل هغه کسان غلط ثابت کړي دي چې طالبان یې له پښتنو سره برابر بللي دي. د ترهګرۍ خلاف دا مزاحمت باید د سیاسي مصلحت قرباني نه شي، ځکه چې د پښتنو شناخت په خطر کې دی".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد پر ټویټر د دې لیدنې ویډیو او عکسونه خپاره کړي او وايي د سیاسي ګوندونو مشرانو او امیر خان متقي د افغانستان او پاکستان پر شریکو تجارتي، سیاسي، ټرانزیټي او اقتصادي ګټو خبرې وکړې:

"د ناستې ټولو برخوالو ټینګار وکړ چې د دواړو همسایه هېوادونو د حکومتونو او ولسونو تر منځ دې نیژدېوالی راشي او په ازادانه ډول دې د دواړو ولسونو لپاره د تګ راتګ زمینه برابره شي".

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان هغه مهم سیاستوال دي چې په دې ناسته کې یې ګډون کړی دی.

د جمعیت علمای اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو له امیرخان متقي سره تر لیدو وروسته نه رسنیو ته او نه د خپلو سوشل مېډیا پر پاڼو څه ویلي دي چې ایا د طالبانو راغلي پلاوي ته یې څه ویلي دي.

عوامي نېشنل ګوند پر ټویټر په خپل بیان کې ویلي، چې ایمل ولي خان د افغانستان د سفارت په بلنه د ماخوستن په ډوډۍ کې ګډون کړی او په ناسته کې یې د طالبانو له واکمنو چارواکو غوښتي چې په هېواد کې سیاسي او جمهوري عمل بشپړ کړي او خلکو ته د خپلو استازو د ټاکنو واک ورکړي:

"ایمل ولي خان ورته وویل چې د ټولې نړۍ د مذهبي مشرانو لوڼه تعلیم کوي، همداسې دې د افغانستان جینکو ته هم د تعلیم حق ورکړل شي".

جماعت اسلامي پر ټویټر لیکلي چې سراج الحق له امیر خان متقي سره د پاکستان او افغانستان پر اړیکو، د ولسونو پر تګ راتګ، په دواړو هېوادونو کې د امن او د تجارت او سیلګرۍ د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي، خو دا یې نه دي ویلي چې د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په اړه یې ورته څه ویلي دي که نه، ځکه چې جماعت اسلامي په پاکستان کې د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار او سیاست کلک ملاتړی ګوند دی.

د فیض الله خان په نوم خبریال او لیکوال بیا پر ټویټر له امیر خان متقي سره د پښتنو مشرانو لیدنې ته د پاکستان او د طالبانو د حکومت تر منځ د هغو تورونو په تناظر کې کتلي چې د تحریک طالبان پاکستان بریدونه یې سبب شوي دي. فیض الله خان لیکلي:

"ایمل ولي خان هم له امیر خان متقي سره په ملاقات کې شریک دی، د پاکستان مذهبي او ملتپال پښتانه مشران د پاکستان او افغانستان د اړیکو په ښه کولو کې مهم کردار تر سره کولای شي خو شرط دا دی چې د دواړو نیتونه سم وي او د مسایلو د حل اراده ولري".

جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي هغه ګوندونه دي چې د تېر افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په ضد یې د طالبانو د جګړې ملاتړ کړی او د طالبانو د دویم ځل واکمنېدو هرکلی یې هم کړی دی.

خو عوامي نېشنل ګوند نه یواځې د وسلې په زور د طالبانو واکمنېدل غندلي بلکې د طالبانو له هغو تګلارو سره یې هم ښکاره مخالفت کړی چې د ښځو او نجونو د تعلیم، کار او ټولنیز ژوند په برخه کې یې عملي کړې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر مشر تېر کال په ګوند کې دننه او بهر له دې کبله نیوکې وشوې چې په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې سفارت د استقلال په جشن کې یې ګډون وکړ او دا کار یې "د طالبانو ملاتړ" وبلل شو.

دغو اعتراضونو ته په اشارې بیا ده د تېر کال د اکتوبر پر اوومه په کوټه کې یوې جلسې ته په وینا کې سپیناوی وکړ چې طالبان "د امریکې په خوښه" واکمن شوي، خو ویلي یې وو چې طالبان باید دا ډاډ ورکړي چې نور به څوک پر افغانستان په زور نه واکمنېږي، په همدې خبرو کې ده ویلي‌ وو:

"که مو وخښمولم (غصه مو کړم) زه دا وایم چې زه د طالبانو وزیر خارجه یم، طالب او افغانستان له بدۍ خلاصوم له ما سره کومک وکړئ".

په پښتونخوا ګوند کې دننه دا او نور نظریاتي او تنظیمي اختلافات د دې سبب شول چې محمود خان اڅکزي یو شمېر مرکزي او صوبایي مشران له ګونده و ایستل او هغوی وروسته ټاکنې وکړې او د عثمان کاکړ زوی خوشال خان کاکړ یې د خپلې ډلې مشر وټاکه.

پر امیر خان متقي سفري بندیزونه وو خو د ملګرو ملتونو په ځانګړي خط پاکستان ته په څو ورځني سفر تللی او هلته یې پرون د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کړی او نن به هم له پاکستاني چارواکو سره دوه اړخیزې خبرې کوي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG