لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د القاعده په ماتولو کې د طالبانو په کردار باندې د بایډن تبصرو، یو ځل بیا تنازعه راپارولې


واشنګټن - له افغانستان څخه د امریکایي پوځيانو د غیرمنظمه انخلا نه قریب دوه کاله پس، د صدر جو بایډن دا خبره چې طالبان د القاعده په ځپلو کې د امریکا سره مرسته کوي، یو ځل بیا په جنګ ځپلي افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت او د افغانستان جګړې د ختمولو په معامله باندې د تنازعې ډک غبرګونونه راپارولي دي.

بایډن د جمعې په ورځ وویل: «په یاد مو دي چې ما د افغانستان په اړه څه وویل؟ ما وویل چې القاعده به هلته نه وي. ما وویل چې هلته به نه وي. ما وویل چې مونږ سره به د طالبانو مرسته مېلاو شي. اوس څه واقع کیږي؟ څه روان دي؟ زمونږ مطبوعات ولولئ.»

د امریکا صدر دا خبره هغه وخت وکړه چې د خارجه وزارت د یو رپوټ په اړه ورنه وپوښتل شول. په هغه رپوټ کې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې چې د امریکا پوځ په ګډوډۍ سره د افغانستانه ووت، ذمه واري یې د ټرمپ او بایډن انتظامیو په ناکامیو اچول شوې ده.

د بایډن خبرو په فوري توګه د تنازعې ډک غبرګونونه راوپارول. د افغانستان د استخباراتو ادارې یو پخواني مشر رحمت الله نبیل د دې بیان په وجه یو ځل بیا د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې په لوظنامه باندې نیوکې وکړې.

رحمت الله نبیل چې د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۲ کاله پورې د افغانستان د استخباراتو ادارې مشر پاته شوی، د خالي/شنبې په ورځ په یو ټویټ کې د بایډن په بیاناتو ملنډې ووهلې او په ټوکو یې ولیکل چې هغو طالبان داسې ښکاره کړل چې ګني د امریکا شریکه ملېشه وي، لکه د روس چې وګنر ډلې ملېشې دي.

هغه زیاته کړه: «صدر بایډن د دوحې معاملې د خفیه ضمایمو په راښکاره کولو سره، اهم انکشاف کړی دی، [ځکه] په سیمه کې د امریکا د وګنر ډلې په حیث د طالبانو په حقیقي فطرت رڼا اچولې ده.»

د دوحه د تړون لاندې، د افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د راوتلو په بدل کې طالبان راضي شوي چې افغانستان کې ترهګرو ته ځاله ورنکړي او په امریکایي عسکرو به حملې دروي.

د بایډن دا خبره چې القاعده له افغانستانه په شا شوې ده، د ملګرو ملتونو د فرورۍ میاشتې د رپوټ سره هم اختلاف کې ده. په هغه رپوټ کې راغلي و چې د القاعده په شمول ترهګرې ډلې "په افغانستان کې د تحرک وسیع تره آزادي لري چې سبب یې د طالبانو د یوې اغېزمنې امنیتي سټراټېجۍ نشتوالی دی او ترهګرې ډلې ورنه مفاد اخلي.

د وایټ هاوس ترجمانې کېرین ژان پیئر وویل چې بایډن ته د امریکا د اوږده جنګ د ختمولو دپاره سخته فیصله کول په کار و. هغې زیاته کړله: «مونږ د القاعده یو مشر، بغیر د دې چې [افغانستان کې] کوم عسکر ولرو، له منځه یووړ.» د هغې مقصد، د اېمان الظواهري وژل کېدل و چې په کابل کې د امریکایي ډرون په یوه حمله کې ووژل شو.

یو امریکایي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې د وي او اې سره خبرې کولې، وویل چې د طالبانو د "مرستې" نه د صدر بایډن مقصد، د طالبانو هغه عملیات و چې په اپرېل میاشت کې وشول او هغه کې د داعش-خراسان ډلې یو مشر ووژل شو.

په افغانستان کې د القاعده د موجودیت په هکله د بایډن ارزونه دا راښکاره کوي چې د واشنګټن او ملګرو ملتونو ترمنځ په دې اړه د نظر اختلاف موجود دی.

د ملګرو ملتونو یو رپوټ چې د روان کال په اوایلو کې جاري شو، ویل چې القاعده به په قریبه آینده کې هم افغانستان کې موجوده پاته وي او دا ملک به د مرکزي او جنوبي ایشیا دپاره د ترهګرو د یوې بنیادي سرچیني په توګه ساتي. ملګرو ملتونو دا هم وویل چې د طالبانو او القاعده ترمنځ تعلقات نږدې پاته دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG