لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: پلار خپله لور اؤ د هغې ملګری د غېرت په نوم وژلي دي


پولیس وایي دک راچۍ د سهراب ګوټ سیمې تر څنګ په ابوالحسن اصفهاني روډ یو ډاکټر پلار خپله پېغله لور اؤ یو بل زلمی په داسې حال کې وژلي‌ چې هغوي په یو ګاډي کې روان وؤ.

بېلابېلو پاکستاني رسنیو د جمعې په ورځ ویلي د وژل شوې جینۍ پېژندګلو د لاریب اؤ د هلک پېژندګلو د احسن په نومونو شوې ده.

پولیس وایي دغه هلک اؤ جینۍ په یو ګاډي کې روان وؤ چې د جینۍ پلار پرې په لاره کې ناتاره ډزې کړې دي.

د پولیسو د وینا تر مخه په ډزو کې وړومبی هلک اؤ جینۍ سخت ژوبل شوي وؤ خو وروسته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ دواړو ساه ورکړې ده .

پولیس وایي د پېښې په تړاؤ یې د وژل شوې جینۍ پلار ډاکټر رفیق شیخ اؤ د هغې ورور عبدالله نیولي دي اؤ پلار یې منلې ده چې خپله لور اؤ د هغې ملګری یې "د غیرت یا ناموس" په نوم وژلي دي.

تر دې پېښې وړاندې روانه اوونۍ د پنجاب په میانوالي سیمه کې هم یو پلار خپله ډاکټره لور 32 کلنه سدره نیازي د غیرت په نوم په سر اؤ پښو ویشتلې او سخته یې ژوبله کړې وه.

ځایي سرچینې وایي د ډزو په دغه پېښه کې ډاکټره سدره دومره زیاته زخمي شوې ده چې د ژوندي پاتې کیدو احتمال یې ډاکټران ډیر کم ښیي.

پاکستاني رسنۍ وایي دغه پيغلې د پلار په خوښه د رشتې نه انکار کولو اؤ دریځ یې خپل کړی ؤ چې هغه یوه ډاکټره ده نو د نالوستي تن پر ځای به د یو لوستي تن سره واده کوي خو وایي پلار یې دا خبره ځان ته د غیرت په توګه ودرولې وه اؤ د هغې د وژلو په هڅه کې یې په ډاکټرې سدره نیازي ناتاره ډزې کړې وې.

ډاکټره سدره دا مهال د پینډۍ په یو هسپتال کې دعلاج لاندې ده خو سرچینې وایي چې په دې پېښه کې هغې د خپلو دواړو سترګو نظر بایللی دی اؤ وجود یې هم هیڅ رقم حرکت نه کوي.

د روان کال په جنورۍ کې هم د پښتونخوا د بر جنوبي وزيرستان یو تن په کراچۍ کې خپله لور د غېرت په نوم وژلې وه، پوليسو ویلي وو د دغه تن لور تر پېښې څو ورځې وړاندې له کوره وتلې او له هلک سره عدالت ته حاضره شوې وه چې په عدالت کې واده وکړي خو پلار یې د عدالت په بهرنۍ دروازه کې په ډزو ويشتې او وژلې یې وه.

تر دې وړاندې د مې په میاشت کې دپنجاب په جهنګ سیمه کې یو پلار دخپلو زامنو اؤ نورو لوڼو په مرسته دمعصومه بي بي په نوم خپلې یوې لور باندې پټرول اړولي اؤ هغه یې ژوندۍ سوځولې وه.

په هغه موقعه پولیسو ویلي وؤ چې تر سوځول کیدو وروسته دمعصومه بي بي په نوم دغه جینۍ هسپتال ته رسول شوې وه اؤ هغې له مړینې وړاندې پولیسو ته بیان ورکړی ؤ چې پلار اؤ وروڼو،خویندو پرې پټرول اړولي اؤ په اور یې سوځولې ده.

په پاکستان د ښځو پرضد د تشدد اؤ د غیرت په نوم د مېرمنو د وژنو لړۍ په دې وروستیو کې زیاته چټک شوې ده چې دښځو دحقونو لپاره غږ پورته کوونکي سازمانونه پرې اندېښنې ښایي.

پروسږکال د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزارت وېلي وو چي د تېرو دريوؤ کلونو پرمهال ټول ملک کې په ښځو د تشدد د 63زرو څخه زياتې مقدمې درج کړی شوې وې او د دريوؤ کلونو په موده کې نزدې 1025 ښځې د غېرت په نامه وژلي شوي دې.

د بشري حقونو مرکزى وزارت قامي اسمبلۍ کې د ښځو پرضد د کورني، جنسي تشدد او د ښځو د وژنو په اړه معلوماتو کې وویل وو چې په تېرو دريوؤ کلونو کې3987 ښځې وژل شوي او په دې مهال نزدې10500 ښځو باندې جنسي تیری شوی وو.

د بشري حقونو د پاره کارکونکي میرمنې شاهده شاه په دې وروستیو کې د وي او ای ډيوه خبریال ارشد مومند ته ویلي ،دا د سړو برلاسه ټولنه ده، دلته کوم سړی خپل زوی د غېرت په نوم نه وژني خو بيا د پېغور له وجې خپله لور خور وژني

"يو خور هم چرته خپل ورور د غېرت په نوم ونه وژلو، ځکه چې خور ته پېغور نه کيږي، نو دا يو ډير پيچيده عمل روان دی، او په دې اړه د پوهاوي خپرول ډير مهم دي"

د بشري حقونو فعالې او پېښور پوهنتون کې استاذې سمينه اپريدۍ ډيوه ته ویلي دا پېښې ډيرې افسوس ناکې دي او ښځې ته د انسان نا بلکې د "شرم څيز" په توګه کتل کېږي او دا ډيره د افسوس خبره ده چې "زمونږ ټولنه کې اوس هم داسې رويي موجود دي".

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG