لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سيمي فاينل لپاره زغل اوس د افغانستان، پاکستان او اسټرېليا تر منځ دی


د کرکټ نړيوال کپ کې د سيمي فاينل لپاره بنيادي زغل اوس د درېو لوبډلو- افغانستان ، پاکستان او اسټرېليا تر منځ دی. درې نورې لوبډلې هند، نيوزيلېنډ او سويلي افريقا په ښه پوزيشن کې دي.

پاکستان تر اوسه پورې اووه مېچونه کړي دي او درې یې ګټلي دي، افغانستان تر اوسه پورې شپږ مېچونه کړي او درې یې ګټلي دي، استرېليا هم شپږ مېچونه کړي خو څلور یې ګټلي دي.

د بنګله دېش نه تېره ورځ د مېچ ګټلو وروسته دا بحثونه کېږي چې سيمي فاينل ته د پاکستان د رسېدو اوس څومره امکانات دي.

پاکستان اووه مېچونه کړي او درې لوبې یې ګټلي. که دا باقي پاتې دوه مېچونه وګټي نو امکان شته چې سيمي فاينل ته ورسي. پاکستان ته پکار ده چې خپلې باقي پاتې دواړه لوبې د نيوزيلېنډ او انګلېنډ نه وګټي او د رنزونو په ښه شرح یې وګټي.

ددې نه پرته هم بيا داسې لارې جوړېدی شي چې پاکستان پکې سيمي فاينل ته ورسېږي.

دويمه لار یې دا ده که اسټرېليا په خپلو باقي پاتې درېو لوبو کې دوه لوبې بایللې نو سيمي فاينل ته د پاکستان د تګ لاره جوړېدی شي.

د اسټريليا دا وخت د بنګله دېش، انګلېنډ او افغانستان سره مېچونه پاتې دي، خو ډېر امکان دی چې اسټرېليا دوه لوبې نه صرف يوه لوبه بایلي.

دا مهال افغانستان شپږ لوبې کړې دي او درې نورې یې لا پاتې دي. که افغانستان خپل راتلونکي ټول مېچونه وګټل نو هرومرو به سيمي فاينل ته ورسي، خو که اسټرېليا په خپلو پاتې درېیو مېچونو کې کومې لوبې بايلي نو افغانستان که ټول ميچونه ونه ګټي نو بيا یې هم امکان شته دی.

د افغانستان راتلونکي درې مېچونه د نېدرلېنډ، اسټرېليا او سويلي افريقا سره دي. ډېر امکان دی چې افغانستان د نېدرلينډ نه خو لوبه وګټي ولې د اسټرېليا او سويلي افريکا ګټل به ورته لږ ګران وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG