لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غیرقانوني کډوالو د نیولو لړۍ پیل شوه، پاکستاني سنېټران وایي دا د بشري حقونو سرغړونه ده


د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي ويلي چي د افغان کډوالو په ګډون لا قانونه بهر ملکيانو ته له دې هېواده په رضا کارانه توګه د وتلو لپاره ورکړل شوې د اکتوبر 31م نېټه ختمه شوې او اوس به د هغو کسانو خلاف حکومت ګامونه اخلي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو اسناد نه لري.

د پاکستان په سېنېټ کې د جماعت اسلامي سنېټر مشتاق احمد خان د افغان کډوالو په ګډون د لاقانونه بهرنيانو د ويستلو په اړه د پاکستان د نګران حکومت پرېکړه ناسمه تګلاره ګڼي او وايي په کوم ډول چې افغان کډوال ويستل کېږي دا د بشري حقونو او درې اړخيزه معاهدې خلاف ده.

مشتاق احمد خان وایي د پاکستان نګران حکومت دې د افغان کډوالو د ويستلو عمل په سملاسي ډول بند کړي:

"تر څو چې د سهه فريقي لوظنامې مطابق د افغانستان، پاکستان حکومت او يو اېن اېچ سي ار يو مکمل پلان نه وي جوړ کړی، له مخکې اعلان کړی شوی نه وي او په پاکستان کې منتخب حکومت نه وي راغلی نو باید چې تر هغې د افغان کډوالو د ويستلو عمل بند کړی شي".

بې اسناده کډوالو ته پاکستان نه د وتلو لپاره د حکومت ورکړی شوی مهلت نن د نومبر په لومړۍ نېټه سر ته د رسېدو سره سم په اسلام آباد کې د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي په اېکس، پخواني ټوېټر، په يوه وېډيو کې وايي نن مونږ هغو 64 افغان وګړو ته مخه ښه ووېل څوک چې خپل هېواد ته بېرته ستنېږي.

وايي دا ګام د پاکستان حکومت د دې عزم څرګندونه کوي چې په دې هېواد کې ټول بې اسناده کسان به وېستل کېږي.

په سېنېټ کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) غړی سېنېټر پير صابر شاه وایي، "افغانستان اوس پرامن شو او پکار ده چې افغان کډوال خپلو کورونو ته په درناوي لاړ شي او په خپل وطن کې ژوند پېل کړي او زه وېم دا تګ د افغان کډوالو په حق کې دی".

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې پولیسو د اکتوبر په 31مه په جوماتونو کې اعلانونه کړي چې ناقانونه بهرنيانو لپاره پاکستان د پرېښودو په اړه د ورکړی شوې نېټې نن اخري ورځ ده.

خبريال طاهر خان په اېکس يوه وېډيو خپره کړې چې پکې د اسلام اباد اي اېلېون سېکټر يو جومات کې پولیس په اردو ژبه په ناقانونه بهرنيانو د وتلو غږ کوي.

د افغانستان واکمنو طالبانو پاکستان نه افغانانو د وېستل کېدو د فېصلې مخالفت کړی او په نړیواله کچه هم پاکستان نه غوښتنه شوې چې په خپله فېصلې نظر ثاني وکړي. د پاکستان نګران حکومت دغه غوښتنې نه دي منلې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یو نوټيفيکېش یا خبرپاڼه کې ويلي چې ټولو صوبو ته خبر ورکوي چې د نومبر د وړومبۍ نېټې څخه به په پاکستان کې په لاقانونه توګه مېشته افراد نيول کېږي.

پاکستان د لسيزو راهیسې مېلینونو افغانانو ته پناه ورکړې خو افغانان خپل وطن ته د ستنولو د پاکستان په طریقه کار تنقید کېږي

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټره عابده محمد اعظيم وایي، افغان کډوال چې په کوم ډول له دې هېواده ويستل کېږي دا به د پاکستان او افغانستان خراب تعلقات لا نور پېچلي کړي:

"زه بلکل ددې په حق کې نه يم چې افغان کډوال له دې ملک څخه وشړل شي او زما په اند دا بېخي ناسمې کړنې دي".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ريچرډ بېنېټ په ایکس [مخکیني ټویټر] يو پېغام کې له پاکستانه خپله دا غوښتنه تکرار کړه چې په ډله ييزه توګه افغانستان ته د کډوالو د ستنولو پلان په لغوه کولو سره دې د افغانانو لپاره د يو بل کړکېچ مخه ونیسي.

په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت ویلي افغانان چې بهرنیو هیوادونو کې نن په کوم حالت کې ژوند کوي، دا حالت په هغوى تپل شوی دی او اوس باید دغه هېوادونه افغانان په زوره او بې له امادګۍ ونه باسي. د طالبانو وياند نېغ په نېغه د پاکستان نوم نه دی اخیستی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG