لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د کانګرس غړی: طالبانو په مزار کې مسافر "یرغمل" کړي دي


چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل، لږ تر لږه څلور هوایي جهازونه چې د افغانستانه د سلګونو کسانو د ژغورنې دپاره چارټر شوې و، د څو ورځو راهیسي نشي کولای د افغانستان نه پرواز وکړي.

دا چې د دې جهازونو پرواز ولې ځنډولی شوی، په دې اړه مختلف قسمه خبرې اورېدل شوي دي. ویل کیږي دا سلګونه کسان چې د راایستلو دپاره یې طیارې لېږلی شوي، هغه افغانان دي چې د طالبانو له ېرې غواړي له افغانستانه بهر ته ووځي. په امریکا باندې هم ورځ تر بلې فشارونه سېوا کیږي چې ولې افغان اتحادیان یې چې غوښتل د افغانستانه وتښتي، له ځانه سره نه دي راایستلي.

د مزار شریف ښار په ائیرپورټ کې یو افغان چارواکي وویل، په چارټر شویو طیارو کې تلونکي کسان افغانان و چې اکثره یې پاسپورټونه او یا ویزې نلري، نو په همدې وجه یې سفر وځنډېد. هغه زیاته کړه چې دغه کسان له ائیرپورټه وتلي او په دې کار روان دی چې د هغو په اړه څه فیصله وشي.

خو بل اړخ ته د امریکا په کانګرس کې د خارجي اړیکو د کمیټې جګپوړي رېپبلېکن غړي ویلي چې په مسافرانو کې د امریکا شهریان هم و او هغوی دننه په طیارو کې ناست و، مګر طالبانو ورته د پرواز اجازت ندی ورکړی، او په دې ډول یې "یرغمل نیولي دي."

هغه وضاحت ندی ورکړی چې دا معلومات یې له کومه ترلاسه کړي دي، او په فوري توګه دا هم ممکنه نده چې د دې دعوې د تایید یا رد رپوټونه ورکړل شي.

په افغانستان کې د امریکا د شل کلن شتون وروستۍ ورځۍ په کابل ائیرپورټ کې د اړۍ ګړۍ او لسګونو زرو امریکنیانو او اتحادیانو د ایستلو سره ملې وې. د طالبانو د تېرو کلونو رویې ته په کتلو سره، په خصوص د ښځو سره چې یې څه رویه اختیار کوله، نو زرګونه افغانان په ېره کې و چې هغه حالات به بیا تکرار شي او طالبان به د هغو خلکو نه انتقام واخلي کوم چې خارجي قواوو یا پخواني حکومت سره یې کار کړی وي. کله چې امریکا د اګسټ په ۳۰مه خپل آخري پوځیان هم له افغانستانه وایستل، نو ګڼ شمېر افغان اتحادیان او په سلګونه امریکایي شهریان لا هم افغانستان کې شاته پاته شول.

امریکا وعده وکړه چې د طالبانو له نویو واکمنانو سره به رابطو ته په دې خاطر دوام ورکړي چې افغانستان کې پاته شوي امریکنیان او افغان اتحادیان یې له هغه ځایه راوباسي. طالبانو هم وعده وکړه چې هرڅوک وغواړي ولاړ شي او قانوني دستاویزات ولري، نو هغوی به د تګ اجازت ولري.

خو د امریکا په کانګرس کې د ټکزاس ریاست استازی مایکل مک کال د فاکس نیوز سنډې ټلوېژن پروګرام ته وویل چې امریکایي شهریان او افغان ترجمانان په شپږو طیارو کې ایسار کړی شوي دي.

هغه وویل: «طالبان به هغوی ته د ائیرپورټ نه د راوتلو اجازت ورنکړي، هغوی (طالبان) به لا زیاتې مطالبې کوي، که دا مطالبې یې د نغدو پېسو وي او که د افغانستان د حکومت تسلیمول.» مایکل مک کال نور تفصیل ورنکړ.

یو افغان چارواکی چې غوښتل نوم یې پټ وساتل شي، وویل چې د دې طیارو شمېر څلور دي او هغه کسان چې تمه وه په دې طیارو کې سفر وکړي، اوس په هوټلونو کې پاته کیږي څو چارواکي دا معلومه کړي چې دا کسان کولای شي د افغانستانه ووځي او که نه. دې چارواکي داسې وښوده چې ګني د ځنډېدو عامل دا دی چې زیاتره دا مسافران د سفر دپاره لازم دستاویزات نلري.

د مزارشریف اوسېدونکو هم ویلي چې دغه تلونکي مسافران نور په ائیرپورټ کې نشته. هغوی زیاتوي چې لږ تر لږه لس کورنۍ په یو ځایي هوټل کې د انتظار په حال لیدل شوي دي، او دې ته په تمه دي چې د برخلیک په اړه یې پرېکړه وشي. د دې کسانو نه هېڅ یو یې پاسپورټونه یا ویزې نه درلودې خو هغو ویل چې د امریکا او جرمني د پوځيانو سره اتحادي کمپنیو ته یې کار کړی و. نور تلونکي کسان، په رېسټورنټونو کې لیدل شوي دي.

د امریکا یو چارواکي ویلي چې د امریکا خارجه وزارت اوس مهال د دغو چارټر طیارو او په دې اړه چې څومره بند پاته شوي کسان د امریکا شهریان دي، د کره او تصدیق شويو معلوماتو د اخیستو دپاره هېڅ لاره په اختیار کې نلري، ځکه په افغانستان کې یې اوس کسان نشته.

د مزار شریف هوایي ډګر، یو وړوکی ائیرپورټ دی چې صرف په دې وروستیو وختونو کې یې بین الاقوامي پروازونه شروع کړي و او هغه هم یوازې ترکي ته تلل. اوس چې ویل کیږي چارټر طیارې هلته بندې پاته دي، د افغان چارواکي په وینا دا طیارې د مزار نه قطر ته تلونکې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG