لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ای پي اېس د حملې په اړه سپریم کورټ ته د ځواب دپاره حکومت درې ورځې وخت غوښتی دی


په تېره اورېدنه کې سپریم کورټ وزیراعظم عمران خان ته امر کړی و چې د ای پي اېس د ماشومانو د والدېنو اندېښنې دې لرې کړي
په تېره اورېدنه کې سپریم کورټ وزیراعظم عمران خان ته امر کړی و چې د ای پي اېس د ماشومانو د والدېنو اندېښنې دې لرې کړي

د پېښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو د حملې د تحقیقاتو دپاره په حمله کې د وژل شوو ماشومانو د مېندو او پلارونو غوښتنې د اوريدو لپاره وفاقي حکومت د څلورو مرکزې وزيرانو کمپټي جوړه کړې ده او سپريم کورټ ته د حکومت ځواب ورکولو دپاره حکومت د عدالت نه درې ورځې وخت غوښتی دی.

د وژل شویو ماشومان والدين د هغه وخت دپوځ مشر جنرل راحيل شريف په ګډون د کال 2014 دپيښى په وخت د اهمو پوځي افسرانو او سياسي مشرانو په ضد د ايف آي آر درج کوولو غوښتنه کوي او سپريم کوټ په تېر سماعت کې وزير اعظم عمران خان ته امر کړی و چې د متاثره کورنيو انديښنى دې لرې کړي.

د ارمي پبلک سکول د ماشومانو والدین د آي آيس آي د پخواني مشر ظهيرالسلام عباسي او دپيښور د هغى وخت کور کمانډر جرنل هدايت الرحمن په ضد د ايف آي آر درج کوولو غوښتنه هم کوي.

سپريم کورټ ته ورکړى شوى خواست کې د ماشومانو والدین د خيبر پښتونخوا پخواني اعلا وزير پرويز خټک په ضد هم د قانوني ګامونو غوښتنه هم کوي او د نومبر په میاشت کې د اورېدنې په وخت سپريم کورټ وزير ا عظم عمران خان حاضر کړى و او هغه ته یې امر ورکړ و چې د متاثره کورنيو د پلټنو په هکله انديښنې دې لرې کړي.

د زيارت په ورځ د حکومتي څارنوال لخوا سپريم کورټ ته ويلي شوي وزير اعظم د متاثره کورنيو د غوښتنو او دوي سره خبرو لپاره د څلورو مرکزي وزيرانو کميټي جوړه کړې ده او د وژل شوو ماشومانو د کورنیو دريځ به هم د حکومتي ځواب برخه وي.

تيره ورځ د مرکزي وزيران يوې بلې کميټۍ پيښور کى د شهدا فا ونډيشن پلاوي سره ملاقات کړى و.

دغه ملاقات کى شريک عجون خان ايډوکيټ د حکومت لخوا بلى مرکزي کميټي اعلان په سرانديښنى لري.

د وي او اى ډيوه سره خبرو کى هغه په حکومت د دوی د غوښتنو عملي کوولو پځاى دى کى د خنډان اچوولو تور پورې کړو.

هغه دا الزام هم لګوي چى ګني حکومت په دوی کى تقسيم راوستل غواړى چى اعلى عدالت ته وښاي حکومت د متاثره کورنيو سره مالي امداد کوولى شي خو قانوني کارواي کوول مممکنه نه دي.

د نومبر په مياشت کې شوي اوريدني په وخت وزير اعظم عمران خان هم اعلى عدالت په وړاندى دريځ خپل کړى و چې د ای پي ايس د حملى پلټنو کميشن د هغى وخت کوم سياسي يا پوځي چارواکي په ضد د اقداماتو امر نه دى کړى.

دسمبر مياشت کال 2014 کى د لاقانونه تحريک طالبان پاکستان لخوا په آرمي پبلک سکول حمله کى 150 نه زيات کسان وژل شوي چې اکثریت پکې د سکول د ماشومانو دی.

سپريم کورټ د وژل شوو ماشومانو د کورنيو د خواست اوريدنه په يو داسى وخت کوي چى د پاکستان حکومت د لاقانونه ټي ټي پي سره د مذاکراتو پخلى کړي دى او سپريم کورټ په دى اندېښمني څرګنده کړی ده.

د سپریم کورټ دري کسيزه بينچ به يومياشت پس دقضيي اوريدنه بيا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG