لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احسن اقبال: د آی اېم اېف سره معاهده موقع ده، مستقل حل نه دی


احسن اقبال ویلي، پاکستان ته غټ چېلنج د برامداتو يا صادراتو دی چې صادرات سېوا کړي
احسن اقبال ویلي، پاکستان ته غټ چېلنج د برامداتو يا صادراتو دی چې صادرات سېوا کړي

د پاکستان د منصوبه بندۍ مرکزي وزير احسن اقبال ویلي، د نړيوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] سره معاهده کېدل پاکستان ته موقع په لاس ورغلې، مستقل حل نه دی.

نوموړي د اتوار په ورځ د پنجاب په ناروال ښار کې مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، د آی اېم اېف سره کومه معاهده شوې د هغې دپاره د منصوبه بندۍ وزارت پلان جوړ کړی دی.

هغه زياته کړه، پاکستان ته پېښې غټې مسلې نه آی اېم اېف، نه ورلډ بېنک او نه یې کوم دوست ملک سمولی شي، هغه وویل خپلې مسلې به په خپله حل کوو.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي وو، د نړیوالې مالیاتي ادارې [آی اېم اېف] سره د سټاف لېول تړون شوی، په 12 جولايۍ به د بورډ غونډه کيږي او د هغې وروسته به پاکستان ته پېسې راتلل پېل شي.

د جمعې په ورځ د خزانې وزیر اسحاق ډار او نورو وزیرانو سره ګډ خبري کانفرنس ته نوموړي ويلي وو، "اوسنی پروګرام د درې اربه ډالرو د نهه مياشتو مودې دی او سټېنډ بای اېګريمنټ شوی دی".

احسن اقبال ویلي، پاکستان ته غټ چېلنج د برامداتو يا صادراتو دی چې صادرات سېوا کړي.

د نوموړي په خبره، پاکستان ته دوېم غټ چېلنج د ټېکس يا ماليې شرح سېوا کول پکار دي، که ټېکس نه سېوا کيږي بیا به کچکول ګرځول وي. او ملک ته بل چېلنج د پېداوار ورپېښ دی.

احسن اقبال ويلي، د آی اېم اېف د پروګرام سره به ولس ته دا خېر ورسي چې پاکستانۍ روپۍ به باثباته شي، او د درامداتو يا وارداتو په شکل کې ګراني به راکمه شي.

خو اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان د نړيوالې مالیاتي ادارې [ آی اېم اېف] سره د درېوو اربه ډالرو تړون يا "سټېنډ باي اګريمنټ" کېدو سره په سمدستي توګه د پاکستان د دیواليه کېدو خطره ختمه شوه، او د خپل اقتصاد ښه کېدو دپاره د اصلاحاتو او اقداماتو وخت ترلاسه شو.

د اقتصاد پوهانو په وينا د آی اېم اېف د درېوو اربو ډالرو سره به په عام ولس نېغ په نېغه د ګرانۍ کمېدو په شکل کې کومه اساني نه راځي، د نړيوالې مالياتي ادارې د شرطونو سره ښايي سختي نوره سېوا شي خو د ديواليه کېدو په مقابله کې به سختي کمه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG