لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش خراسان ډلې د کابل په هوټل د حمله کونکو وسله والو وډیو خپور کړی


د روېټرز خبري ادارې ترمخه په هوټل د حملې نه یوه ورځ وړاندې په کابل کې د چین سفیر د طالبانو نایب خارجه وزیر سره ملاقات کې د امنیت او په نورو موضوعاتو خبرې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې د چین سفارت امنیت دې نوره توجه ورکړي شي
د روېټرز خبري ادارې ترمخه په هوټل د حملې نه یوه ورځ وړاندې په کابل کې د چین سفیر د طالبانو نایب خارجه وزیر سره ملاقات کې د امنیت او په نورو موضوعاتو خبرې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې د چین سفارت امنیت دې نوره توجه ورکړي شي

داعش خراسان مسلح ډلې د خپلو دوو وسله والو وډیو خپور کړی او وايي دغو کسانو د ګل، دوشنبې، په ورځ د افغانستان سرښار کابل په یو هوټل حمله کړې ده.

چین ویلي د کابل په لونګان نومې هوټل حمله کې یې پېنځه شهریان زخمیان شوي دي.

طالبانو ویلي په هوټل حمله کونکي مسلح کسان يې وژلي دي.

د کابل په شهرنو برخه کې هوټل د بم او د ډزو په حمله کې په هدف شوی و.

داعش خراسان ډلې په ټېلېګرام وېب پاڼه د مبینه حمله کونکو وډیو خپور کړی دی. په وډیو کې دوه سړي په ټیټ اواز کې په تاجیکي لهجه کې فارسي وايي او د داعش مشر ابو الحسین الحسېني القرېشي بېعت سره خپل حمایت څرګندوي.

طالبانو ویلي وو چې په هوټل دریو مسلح کسانو حمله کړې وه او درې واړه وژل شوي دي خو د داعش په وډیو کې دوه کسان لیدل کېږي.

د حملې غندنه

په کابل کې د امریکې موقتي سفېرې یا چارډي افیرز کېرن ډېکر په لونګان هوټل د حملې غندنه کړې ده.

په ټوېټر خپل پېغام کې امریکايي سفارتکارې په حمله کې د وژل شویو او زخمیانو کسانو کورنیو سره د غمرازۍ او همدردۍ اظهار وکړو، غوښتنه يې وکړه چې په چټکتیا دې د حملې تحقیقات و شي او سفارتکارانو ته دې تحفظ ورکړی شي.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش خراسان په کابل او د ملک په ځینو نورو برخو کې د ګڼ شمېر حملو ذمه واري منلې ده.

د ګل، دوشنبې، په ورځ چې د کابل په کوم هوټل حمله وشوه د نورو غیرملکیانو ترڅنګ پکې زیاتره چینايان اوسېدل.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه په هوټل د حملې نه یوه ورځ وړاندې په کابل کې د چین سفیر د طالبانو نایب خارجه وزیر سره ملاقات کې د امنیت او په نورو موضوعاتو خبرې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې د چین سفارت امنیت دې نوره توجه ورکړي شي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ بیجنګ د طالب چارواکو نه وغوښتل چې په افغانستان کې د چین سفارتکارانو او د چینايي شهریانو تحفظ دې یقیني کړي. چین په هغو یو ملکونو کې شامل دی چې طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس یې په کابل کې خپله سفارتخانه نه ده بنده کړې.

د چین د خارجه وزارت ترجمان چينايي شهریانو ته وویل چې زر تر زره دې د افغانستان نه ووځي.

د داعش په صفونو تاجک وسله وال

انټرنېشنل کرایسز ګروپ چې وايي په دنیا کې د امن او جنګونو د خاتمې دپاره کار کوي، داعش د افغانستان او د مرکزي اېشیا نه تاجک و ازبک وسله والو جلب کوي.

د جون په میاشت کې د داعش خراسان وسله وال ابو محمد التاجکي په کابل کې د سیکانو په ګوردواره حمله کې یو تن ووژلو او اووه نور کسان يې زخمیان کړل.

هم د جون په میاشت کې طالبانو وویل داعش دپاره د وسله والو بهرتي کونکی یوسف تاجکي يې د افغانستان په شمال کې ووژلو.

ايي سي جي د اګست په میاشت کې په یو رپورټ کې وویل طالبانو په دوو محاذونو جنګیږي، یو خوا داعش خراسان ډله ده او بل طرف ته د ملي مقاومت جبهه ده چې د پخواني حکومت حمایت کونکي پکې شامل دي.

د وي او ای رپورټ وايي د ملي مقاومت جبهې ډیر مشران په تاجکستان کې مېشته دي.

د تاجکستان او افغانستان سرحد ۱۳۵۷ کلومېټر اوږد دی. افغانستان نه د نشۍ توکیو او ترهګرۍ د مخنیوي دپاره قریباً ۵۰۰۰ روسي عسکر په تاجکستان کې ګمارل شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG