لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په احسان الله احسان خاموشه دی او خارجه دفتر وايي دا د داخله وزارت معامله ده


د پېښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو په حمله کې د وژل شویو ماشومانو مېندو او پلرونو د پېښور هايي کورټ نه غوښتلي چې حکومت نه دې د احسان الله احسان په اړه د خپل دریځ صفا کړي
د پېښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو په حمله کې د وژل شویو ماشومانو مېندو او پلرونو د پېښور هايي کورټ نه غوښتلي چې حکومت نه دې د احسان الله احسان په اړه د خپل دریځ صفا کړي

د پاکستان پوځ د پاکستاني طالبانو پخواني ترجمان احسان الله احسان په دې دعوه خاموشه دی چې هغه د پوځ او استخباراتي ادارو د ولقې نه وتلی دی او د احسان الله احسان په اړه پوښتنې ته خارجه وزارت وویل دا د داخله وزارت معامله ده.

د خارجه چارو وزارت ترجمانې عائشه فاروقي نه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د معمول په خبري غونډه کې پوښتنه وشوه چې ایا پاکستان به د ترکي صدر رجپ طیب اردوان د پاکستان د سفر په مهال د احسان الله احسان معامله د ترک صدر سره راپورته کوي او ایا پاکستان به د احسان الله احسان په نیولو کې د انټرنېشنل پولیس یا انټرپول نه مرسته غواړي؟ نو ترجمانې وویل دا د کورنیو چارو وزارت معامله ده پکار ده چې د دغه وزارت سره رابطه وکړی شي.

د پېښور په ارمي پبلک سکول او نوبل انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ د حملو ذمه واري منونکي د پاکستاني طالبانو پخواني ترجمان احسان الله احسان تېره هفته په یو اډیو یا غږیز پېغام کې دعوه وکړه چې هغه د پوځ او امنیتي ادارو د ولقې ته وتلی دی او په پېښور کې یې ځینو خبریالانو ته وویل چې هغه د کورنۍ غړو ترڅنگ ترکي ته رسېدلی دی.

بلخوا، د پېښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو په حمله کې د وژل شویو ماشومانو مېندو او پلرونو د پېښور هايي کورټ نه غوښتلي چې حکومت نه دې د احسان الله احسان په اړه د خپل دریځ صفا کړي.

فضل خان په پېشه وکیل یا قانونه پوهه دی او زوی یې په ارمي پبلک سکول کې وژل شوی دی د پېښور هايي کورټ ته د خواست په اړه یې وي او ای ډیوه ته وویل دوی د عدالت نه دغه غوښتنه ځکه کړې ده چې "دغو ادارو طرف نه یا د حکومت طرف نه انکار شوی دی او نه اقرار شوی دی چې ایا دا په ریښتیا او که نا د دوی سره دی او دا افوا (گنگوسه) ده؟"

په اډیو پېغام کې احسان الله احسان وویل چې هغه د یوې لوظنامې دلاندې د پاکستان استخباراتي ادارو ته تسلیم شوی و خو کله چې پاکستاني ادارو د هغه سره کړي لوظونه مات کړل نو هغه د تښتېدو فېصله وکړه.

پوځ په رسمي ډول د احسان الله احسان په دعوه څه نه دي ویلي او څېړونکي د پوځ په خاموشۍ پوښتنې راپورته کړي دي.

خبریال زرار کهوړو په ټوېټر وویل د مامورینو نه د تردید نیشتوالی به د احسان الله احسان د دعوې تصدیق وگڼل شي چې هغه ازاد شوی دی. زرار کهوړو بیا وايي "او که چېرې دا ریښتیا وي..."

په سوشل میډیا خپور شوي اډیو پېغام کې احسان الله احسان دا گواښ هم کوي چې ډیر زر به د پاکستاني پوځ او د هېواد د استخباراتی ادارو د منصوبو نه پرده لرې کړي. هغه وویل د سږ کال د جنورۍ په ١١ نېټه د پاکستان د ولکې نه په وتلو کې بریالی شوی دی.

د پاکستان پوځ د ٢٠١٧ د اپرېل په میاشت کې دا خبره منلې وه چې احسان الله احسان د هېواد امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی او د دوی په ولقه کې دی. د قید په مهال احسان الله احسان د پاکستان جیو ټېلې وژن سره مرکه هم کړی وه. په دغه مرکه تنقیدونه شوي وو چې احسان الله احسان پکې ښه تازه ښکاري او د زندان کومه پرېشاني یې په مخ نه لیدل کېږي.

د سږ کال د جنورۍ په ١٨ نېټه د هندوستان "دي سنډی گارډین" نومې ورځپاڼې په خپله انټرنېټ پاڼه د پاکستاني سرچینو له قوله د احسان الله احسان د تښتېدو خبر شائع کړو. په رپورټ کې وېل شوي چې د احسان الله احسان د تښتېدو وروسته د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په مومندو کې د هغه په پلرني کلي، بر ساگي، کې چاپه وهله او د هغه پلار شیرمحمد، ورور شفیق او د هغه تره شیر بادشاه یې ونیول چې د احسان الله احسان په اړه معلومات ترلاسه کړي

دي سنډی گارډین وویل د احسان مېرمن او د هغه دوه لوڼه پټ دي او درک یې نه معلومېږي

په پېښور کې چې کومو خبریالانو د احسان الله احسان دغه اډیو پیغام اورېدلی وايي دا هم د هغه غږ دی. په فېس بک چې د کومې ايي ډي یا پاڼې نه دغه پېغام خپور شوی هم په دغه پاڼه به احسان الله احسان د نیول کېدو نه وړاندې د خپلو فعالیتونو دعوې کولې.

احسان الله احسان په کال ٢٠١۴ کې د پېښور په ارمي پبلېک سکول او په سوات کې په ملاله یوسفزۍ د طالبانو د حملو ذمه واري منلې وه. د پېښور په سکول په حمله کې د ١۴٠ نه زیات کسان وژل شوي دي چې زیاتره پکې ماشومان وو.

د پاکستان حکومت ویلي وو د پېښور په ارمي پبلک سکول د پاکستان "ناین الېون" پېښه بللې وه

د پېښور په ارمي پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو مېندو او پلرونو د پېښور هايي کورټ ته خواست کړی و چې احسان الله احسان دې عدالت ته وړاندې او سزا کړی شي او د هغه سره دې د مېلمه په ډول سلوک ونه کړی شي. په دغه خواست اورېدنو کې پاکستاني امنیتي ادارو منلې وه چې د احسان الله احسان سره به قانوني چلند کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG