لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستان او نور ګاونډي ملکونه دې طالبان ټول شموله حکومت جوړولو ته اماده کړي


تېرکال د اسلام اباد په سفر ورغلي د طالب مشرانو پلاوي په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان سره ولیدل
تېرکال د اسلام اباد په سفر ورغلي د طالب مشرانو پلاوي په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان سره ولیدل

په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په جوړېدو کې د ځنډ په نتيجه کې څېړونکي وايي خراب اثرات به یې د نورو ګاونډي هېوادونو ترڅنګ په پاکستان کې د نا امنۍ سېوا کېدو او د مهاجرينو د ورتګ په صورت کې پرېوځي.

څېړونکي وايي د افغانستان څخه د باهرني ځواکونو وتلو او په کابل کې حکومت بدلېدو وروسته اوس طالبان په دغه هېواد کې ټول شموله حکومت جوړولو ته تيار نه ښکاري.

څېړونکي وايي د امريکې سېنېټران دا ګڼي چې د افغانستان په معاملاتو او ټول شموله حکومت نه جوړېدو کې پاکستان لاس لري ځکه يې په سينټ کې د پاکستان پرضد قانوني مسوده جمع کړې چې له امله يې پاکستان د ستونزو سره مخامخ کېدلی شي۔

په دې حقله وي او ای ډيوه سره خبرو په مهال د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاذ خورشيد خان وايي په موجوده حالاتو کې د اسلام اباد لخوا د افغان طالبانو په حق کې بيانونه ورکول د پاکستان لپاره به ستونزې پېدا کړي۔

د امریکې په سېنېټ د پاکستان په اړه په مجوزه قانون خورشید خان وايي په پاکستان دغه فشار اچول کېږي او ويل کېږي چې په افغانستان کې حالات نه ټيک کېږي او ټول شموله حکومت نه جوړېږي نو په هغې کې د پاکستان لاس دی، هغوي تېرو شلو کالو سره دا لنک کوي يا تړي چې امريکا لاړه او سټېټ بلډنګ يې کوو هلته خو پاکستان کې پکې لاس وخل نو بيا د هغې سېنېټرانو باقاعده ويلي چې د امريکا حکومت دې د دې جانچ پړتال وکړي.

نوموړي زياته کړه په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د نيشوالي په مهال طالبان نشي کولی چې د نړۍ نورو ملکونو مالي مرستو پرته د افغانستان اقتصاد ښه کړي، دې وايي په داسې غېر يقنيي معاشي صورت حال کې به د افغان کډوالو بوج ارومرو د پاکستان په سر راځي۔

" کله هم د افغانستان سره پولې پرانستللې شي نو دا خلک به خپل خاندونونه پاکستان ته ځکه راولي چې هغه ځاۍ کې مکمل د پېسو او روزګار بحران دی، او تاسو ګورۍ چې په افغانستان ته ډالرو ډېر غټ کمې راغلی او که ډالرې په بنکونو کې وانه چولی شولې نو حالات ډير خطرناک اړخ ته روان دي مطلب طالب به په خپله طالب سره وونخلي په افغانستان کې او که داسې ووشو نو پاکستان ته به مهاجرين په ډېر تعداد کي راشي"

ا فغان طالبانو د اګست په 15مه د کابل واک ترلاسه کړو او بيا په ووم سپېټمبر يي په افغانستان کې د خپل لنډ مهاله حکومت اعلان وکړو۔

په اسلام اباد کې مېشت څېړونی اشرف علي وي او ای ډيوه ته وايي که چېرې په افغانستان کې يو مستحکم حکومت نه جوړېږي نو د هېواد دننه موجود واسله والې ډلې نه يوازې د افغانستان خلکو ژوند اغېزمن کولی شي بلکې ګاونډي هېوادونو ته به هم مالي او ځاني زيان واړوي۔

" دلته کې اوسه پورې د داعش موجودګي شته، په دغه ځاۍ کې ايسټ ترکستان ترهګر شته دی، ازبکستان اسلامک مومنټ غړي دغلته پراته دي نور هم بېن القوامي ترهګرو تنظيمونه دي دهغوي غړي دغلته موجود دي، ظاهره خبره ده افغانستان سره پېسې نيشته دی، پېسې چې تاسره نه وي او سته حکومت مظبوط نه وي نو هلته به امن نه وي او ظاهره خبره ده هلته به دغې خلکو ته موقعې مېلاوېږي چې خپل فعاليتونه ترسره کړي، نو ظاهره خبره ده چې د هغې اثر به په ګاونډي هېوادونو پرېوځي چې په هغې کې پاکستان، منځنۍ اېشيا او ايران هم شامل دی"

څېړونکي وايي بايد د پاکستان په شمولو ټول ګانډي هېوادونه افغان طالبان په يو مستحکم ټول شموله حکومت جوړولو قایل کړې کوم چې د افغان اولس د پرمختګ ترڅنګ د نړۍ نورو ملکونو به هم په ګټه وې۔


  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG