لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نه احسان الله احسان عدالت ته وړاندې شو او نه دا معلومه شوه چې په ای پي اېس ولې حمله وشوه؟


په کال ٢٠١٧ کې د پاکستان پوځ اعلان وکړو چې احسان الله احسان پوځ ته تسلیم شوی دی او د امنیتي ادارو په ولکه کې دی
په کال ٢٠١٧ کې د پاکستان پوځ اعلان وکړو چې احسان الله احسان پوځ ته تسلیم شوی دی او د امنیتي ادارو په ولکه کې دی

د پېښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو په حمله کې د وژل شویو ماشومانو مېندې او پلاران، څېړونکي او سیاستوال وايي ریاست ته پکار دي چې د دغه خونړۍ پېښې په اړه د پوښتنو ځوابونه ووايي.

د حملې پنځه کاله وروسته د وژل شوي یو ماشوم پلار فضل خان پوښتنه کوي د طالبانو ترجمان احسان الله احسان ولې د انصاف سره ندی مخامخ کړی شوی. نوموړي د حملې پړه منلي وه.

فضل خان د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر ولیکل چې "ایا احسان الله احسان دومره ستره اثاثه ده چې دپېښور دماشومانو د وژنې دجرم منلو باوجود ورته تحفظ ورکول کیږي؟"

په کال ٢٠١٧ کې د پاکستان پوځ اعلان وکړو چې احسان الله احسان پوځ ته تسلیم شوی دی او د امنیتي ادارو په ولکه کې دی.

پنځه کاله وړاندې، د ډسمبر په ١٦ نېټه احسان الله احسان ومنله چې په سکول حمله طالبانو کړې ده. په حمله کې خوا او شا ١٥٠ کسان ووژل شو. په وژل شویو کې لږ تر لږه ١٣٢ د سکول ماشومان او نور استاذان وو.

د پېښور اجون خان چې په پېشه وکیل یا قانون پوهه دی او زوی یې په ای پي اېس کې وژل شوی وايي پکار ده د ماشومانو د خوندي ساتلو ذمه وارو ته سزاگانې ورکړی شي.

اجون خان وي او ای ډیوه ته وویل شهریانو ته تحفظ ورکول د ریاست ذمه واري وي نو پکار ده چې ریاست وگوري چې د ای پي اېس ماشومانو ته په تحفظ ورکولو کې چې څوک ناکامه شوي هغوی ته دې سزاگانې ورکړی شي.

په ای پي اېس د حملې د پنځم کال په مناسبت وزیراعظم عمران خان وویل د تندلاریتوب مفکوره به ودې ته پرې نه ږدي اؤ نه به چاته اجازه ورکړي چې هیواد اؤ ولس دتعصب نه د ډکې نظریې په لاسو یرغمل کړي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه وویل په ارمي پبلک سکول برید کې ککړ پنځه ترهگر پوځي عدالتونو سزا او تېزندي کړي او دغه پېښه به هیڅکله هیره نکړل شي.

پېښور کې په سکول د بريد د پلټنو دپاره د پاکستان د سترې محکمې مخکني مشر چیف جسټس (ر) ثاقب نثار د عدالتي کمېشن جوړولو امر کړی ؤ.

هغه تېر کال د پېښور په هايکورټ کې په سکول کې د وژل ماشومانو د مياندو پلارانو سره د ليدو وروسته دغه امر کړی ؤ.

اجون خان وايي کمېشن ته یې خپلې پوښتنې وړاندې کړي د سکول د امنیت ذمه واري کسانو نه دې پوښتنې وشي چې ولې یې خپلې ذمه وارۍ نه دي پوره کړي؟

په پېښور کې په سکول د بريد وروسته په چارسده کې په باچاخان پوهنتون او پېښور کې په زرعي تربيتي مرکز هم ترهګر بريدونه شوي او يو شمېر زده کوونکي پکې وژل شوي وو.

د پېښور په سکول د طالبانو د حملې نه څه زدکړې شوي؟

د انساني حقونو فعاله بشره گوهر وايي داسې ښکاري چې د ای پي اېس د پېښې نه ریاست څه زدکړه نه ده کړې. "نو چې پنځه کاله تېر شي او مېندې وايي چې دا زمونږ بچو سره داسې ولې وشول؟ او دا ریاست چېرته و؟ نو مطلب دی چې نه پالسیانې بدلې شوې دي او نه څه زدکړه شوې ده."

مېرمن بشره گوهر وايي د ای پي اېس د پېښې نه د زدکړې نه کولو نتیجه دا ده چې ټولنه کې تندلاریتوب نور هم زیات شوی دی او د دې رجحان له امله د مشال خان د وژنې پېښه هم وشوه. چې د مردان په عبدالولي خان یونېورسټۍ کې د مذهب د سپکاوي په الزام قهرجنو خلکو ووژلو خو پولیس وايي د مشال خان خلاف په دغه الزام یې هیڅ ثبوت نه و ترلاسه کړی.

د حملې په شا څوک وو؟ دې پوښتنې ته به څوک ځواب وايي؟

په ای پي اېس د طالبانو د حملې وروسته، د سکولونو او یونیورسټیانو طالب علمان د ویرې او غیري یقینې صورتحال سره مخامخ شول. دا خبره د پېښور یونیورسټۍ اساذه نورین نصیر کوي.

هغه هم وايي پکار ده چې حکومت د ای پي اېس د پېښې په اړه د تحقیقاتو موندنې تر اوسه ښکاره کړی وی خو د داسې نه کېدلو نه طالب علمان دا تاثر اخلي چې ریاست دوی ته تحفط ورکولو کې ناکامه شو.

مېرمن نصیر وايي "د ټولو نه زیات غټ نقصان دا وشو چې په دې پنځو کالو کې مونږ گورو چې نه څه داسې رپورټ ښکاره کړی شو چې هغه رپورټ کې دا وېل شوي وي چې دا دا خلک پکې ککړ وو او دا دا خلکو باندې مقدمه وچلېده او دې دې خلکو ته دا دا سزاگانې وشوې."

مېرمن نصیر د حکومت په ولکه کې د طالبانو پخواني ترجمان احسان الله احسان په اړه وايي "مونږ گورو چې کوم سړي، چې ترجمان و، هغه یو وخت په ټېلې وژن راغی خلکو ورسره مرکې وکړې او د هغې نه پس مونږ وکتل چې د هغې سړي نه څه پته ولگېده او نه هغه ته څه سزا وشوه."

"د ریاست خاموشي"

په ټوئټر د ای پي اېس د حملې د پنځم کال په مناسبت د ډسمبر ١٦ نېټه د تورې ورځې په نوم یاده شوې اؤ په زرګونو فعالینو په دغه پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو له غم ډک عکسونه خپاره کړي او ځېنو پوښتنې کړي چې ولې تراوسه ددې ماشومانو د وینو سره انصاف ونه شو؟

دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په ټوئټر لیکلي په ای پي ایس د برید پینځه کاله وروسته هم دغه پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو والدین دانصاف غوښتنې کوي،

هغه وایي دا یو ستره المیه ده چې ددې پېښې د پلټنو راپور مخې ته را نه وړل شو اؤ دا د ریاست ناکامي ده.

د پښتون ژغورنې غورځنگ په ملاتړ د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر پوښتنه کوي چې ریاست به کله په ای پي اېس کې د وژل شویو خلکو سره انصاف کوي؟ "د ریاست خاموشي ده او ریاست تر اوسه پورې د دې شهیدانو ته هغه انصاف نه کو ور چې کوم د ریاست ذمه واري جوړیږي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG