لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرکټ اسیا کپ راتلونکې سیالۍ د پاکستان په پنجاب صوبه کې کیږي


په پاکستان کې د کرکټ لپاره د نړیوالې کچې سټیډیمز(لوبغالي) په څلورو واړو صوبو کې شتون لري خو زیاتره سیالۍ د پنجاب صوبې په لوبغالو او کله کله کراچۍ کې کیږي
په پاکستان کې د کرکټ لپاره د نړیوالې کچې سټیډیمز(لوبغالي) په څلورو واړو صوبو کې شتون لري خو زیاتره سیالۍ د پنجاب صوبې په لوبغالو او کله کله کراچۍ کې کیږي

د کال 2023 د کرکټ اسیاکپ کوربه توب سري لنکا او پاکستان کوي خو په پاکستان کې د ټولو سیالو لپاره د پنجاب صوبې میدانونه خوښ کړل شوي دي.

د جدول ترمخه ټورنامنټ به د اګست په دیرشمه شورو کیږي او لمړۍ سیالي به د پاکستان او نیپال ترمینځ په ملتان کې ترسره کیږي.

پاکستان کې کیدونکې څلور سیالیو کې د ستمبر په 3مه د افغانستان او بنګلادیش ترمینځ لاهور کې سیالي ترتیب شوې او په 5 م ستمبر د سري لنکا او د افغانستان ترمینځ لوبه هم د لاهور په کرکټ میدان کیږي.

پاکستان او بهر کې د کرکټ څیړونکي او مینه وال دوه اندیښنې لري. لمړی دا چې ولې ټولې سیالۍ په پنجاب کې کیږي او دویمه دا چې که اخیرۍ مرحلې ته هند رسیږي نو پوښتنه دا ده چې هند به پاکستان ته د خپلو لوبغاړو لیږلو ته اماده شي؟ هند د مخکې نه ویلي چې پاکستان ته به خپل لوبغاړي نه لیږي.

په پاکستان کې د کرکټ لپاره د نړیوالې کچې سټیډیمز(لوبغالي) په څلورو واړو صوبو کې شتون لري خو زیاتره سیالۍ د پنجاب صوبې په لوبغالو او کله کله کراچۍ کې کیږي.

پښتونخوا کې د 50 اورونو اخیرنۍ نړیواله سیالي په کال 2006 کې د هند او پاکستان ترمینځ شوې او په کال 2003 کې اخیري د ټیسټ کرکټ سیالي د پاکستان او بنګلادیش ترمینځ په ارباب نیاز سټیډیم تر سره شوې وه.

پاکستاني چارواکو پښتونخوا کې د کرکټ نړیوالو سیالو نه کولو دلیل اکثره امنیتي وضعه ښودلې.

د کرکټ نړیوالو لوبډلو او نړیوال بورډ د پاکستان په لاهور ښار(پنجاب) کې په 2009 کې د سري لنکه په لوبغاړو د ترهګریزه حملې ورستو په یاد هیواد کې د کرکټ نړیوالو سیالیو نه کولو فیصله وکړه.ددغې حملې ورسته نزدې لسو کالو پورې پاکستان کې د کرکټ نړیوالې سیالۍ نه کیدلې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG