لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت او تحریک طالبان په مکمله ډزبندۍ رضا شوي


د ټي ټي پي پخواني مشر ملا فضل الله په 2014 د پېښور په ارمي پبلېک سکول د حملې ذمه واري منله ده. په دغه حمله کې تر 150 پورې کسان وژل شوي چې 132 پکې د سکول ماشومان دي
د ټي ټي پي پخواني مشر ملا فضل الله په 2014 د پېښور په ارمي پبلېک سکول د حملې ذمه واري منله ده. په دغه حمله کې تر 150 پورې کسان وژل شوي چې 132 پکې د سکول ماشومان دي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي د کالعدم تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، سره د افغان طالبانو په مرسته د حکومت د خبرو په ترڅ کې د دواړو فریقېنو ترمنځ ‌ډز بندي غځول شوي ده.

پاکستان ټېلې وژن، پي ټي وي، په خپل ټوېټر اکاونټ د فواد چوهدري له قوه وویل ټي ټي پي سره مذاکرات د پاکستان د ایین دلاندې کولی شي.

د رپورټ ترمخه د اطلاعاتو وزیر وویل حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د معاهدې ترمخه په مکمل ډز بندۍ مفاهمت شوی و او په دې لړ کې پرمختګ ته په کتنه "سیزفایر" یا ‌‌ډزبندي غځول شوي ده.

په نژدې ورځو کې د وزیراعظم عمران خان په شمول یو شمېر پاکستاني چارواکو د پاکستاني طالبانو سره د خبرو تصدیق کړی او ویلي يې دي چې دغه مذاکرات به د افغان طالبانو په منځګړیتوب په افغانستان کې کولی شي.

د ټي ټي پي پخواني مشر ملا فضل الله په 2014 د پېښور په ارمي پبلېک سکول د حملې ذمه واري منله ده. په دغه حمله کې تر 150 پورې کسان وژل شوي چې 132 پکې د سکول ماشومان دي.

په حمله کې وژل شویو ماشومانو مېندې او پلاران وايي تراوسه ورسره انصاف نه دی شوی.

پاکستاني امنیتي ادارو د ټي ټي پي پخوانی ترجمان احسان الله احسان نیولی و خو دغه وسله وال د پاکستان د ولکې نه د وتلو دعوه کوي.

په ارمي پبلېک سکول کې د وژل شوي یو ماشوم پلار فضل خان د احسان الله احسان په اړه وي او ای ته تېر کال په یوه مرکه کې وویل حکومت باید د احسان الله احسان په اړه معلومات ښکاره کړي.

فضل خان وویل احسان الله احسان یو "عام قېدي نه و. هغه یو بدنام ترهګر دی. هغه په ټوله دنیا کې د تحریک طالبان د ترجمان په حېث پیژندل کېدو. دا هغه ټي ټي پي ده چې پوځ مونږ ته ویلي چې (په ای پي اېس) د حملې ذمه واري یې اخیستې ده."

د یو مطبوعاتي رپورټ ترمخه‌، پاکستاني چارواکو ویلي طالبانو ورته باور ورکړی که چېرې د پاکستان حکومت سره د تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلې خبرې ناکامه کيږي، طالبان به د دغو ډلو پرضد پوځي عمليات کوي.

د پاکستان د انګرېزۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون په وېبپاڼه خپور شوي رپورټ کې ويل شوي چې د افغانستان دپاره د پاکستان سفير منصور احمد خان ويلي، دوی د هرې لارې مسله هواروي او زياته کړې يې ده په ترهګرو ډلو کې به ځينې خبرو ته تیار شي او د ځينو پرضد به پوځي عمليات کولی شي.

نوموړي د ټي ټي پي سره د پاکستان د حکومت د خبرو تاييد او تردید نه دی کړی خو ویلي يې دي، د طالبانو حکومت کله هم نه دي ویلي چې ټي ټي پي ته به تحفظ ورکړي او تل يې باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به يوې ډلې ته هم کارېدو ته نه پرېږدي.

نوموړي د 21 اکتوبر د پاکستان د بهرنيو چارو د وزیر شاه محمود قرېشي د کابل د سفر حواله ورکړې چې طالبانو ورته د ټي ټي پي او پاکستان مخالفه نورو ډلو پرضد مثبت ځواب ويلی وو. د قرېشي سره د کابل په دغه سفر کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرل فېض حمید او لوړ پوړی پلاوی هم مل وو.

هغه ویلي، د طالبانو حکومت ورته باور ورکړی چې د دغه ډلو پرضد به پوځي عمليات کوي.

منصور احمد خان دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې داسې خبرونه مخې ته راغلي چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني په مينځګړيتوب د پاکستان حکومت د طالبانو سره خبرې کوي او په دغه لړ کې د ټي ټي پي د مشرانو سره په کابل او خوست کې درې ځله ليدنې هم شوي دي.

تيره میاشت وزيراعظم عمران خان هم د طالبانو سره د خبرو کولو ويلي وو خو ټي ټي پي بيا دغه خبرونه رد کړي وو.

د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې عمران خان ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

احسان الله احسان او د ټي ټي پي یو بل وسله والو عدنان رشید چې د بنو زندان نه وتلو و
احسان الله احسان او د ټي ټي پي یو بل وسله والو عدنان رشید چې د بنو زندان نه وتلو و

خو د عمران خان د بیان وروسته ټي ټي پي د مذاکراتو خبرونه رد کړي وو. او پاکستاني مطبوعاتو ويلي وو د حافظ ګل بهادر ډلې د 20 ورځو ډز بندي اعلان کړې ده.

د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي دي.

څيړونکي او مطبوعاتي راپورونه وايي د ټي ټي پي سره د پاکستان د حکومت خبرې کېدل به اسان نه وي ځکه چې وړاندې هم معاهدې شوي او اوس هم ځينې داسې غوښتنې مخې ته راځي چې منل به يې دواړو فريقېنو ته اسان نه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG