لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په هدفي پېښو کې دوه ملکان وژل شوي


 تېر کال د جون په میاشت کې لومړی د یوت اف وزیرستان څلور فعالان او بیا د جمعیت علما اسلام ف ګوند د یو ځایي مشر تر وژنې وروسته اتمانزو قامي جرګه پیل کړې وه او د حکومته نه یې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې وه
تېر کال د جون په میاشت کې لومړی د یوت اف وزیرستان څلور فعالان او بیا د جمعیت علما اسلام ف ګوند د یو ځایي مشر تر وژنې وروسته اتمانزو قامي جرګه پیل کړې وه او د حکومته نه یې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې وه

د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان ناارامه سيمه شمالي وزیرستان کې بیا هدفي پېښې شوي، دوه ځایی ملکان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. پولیس دا پېښې تايید کړي او ویلي یې دي دواړه پېښې تېر ماښام په رزمک او میرعلي سیمو کې شوي دي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر سلیم ریاض دفتر چارواکو وي او اې ډيوه سره په شریکو کړو مالوماتو کې ویلي لومړۍ پېښه د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې شوې او د ملک نسیم په نوم یو تن د ډزو په پېښه کې په ځای وژل شوی او دوه نور میربادشاه او شاندار سخت ژوبل شوي دي.

د ډزو بله پېښه د میر علي په حکیم خېل سیمه کې شوې او د ملک سخي جان په نوم تن د کور سره نزدې په هدف کړی شوی دی.

د پولیسو وینا ده، کورنۍ یې په چا دعوېداري نه ده کړې او د نامالومه کسانو ضد مقدمې درج کړی شوي دي.

پولیس وایي د پېښو پلټنې یې پېل کړي دي. تر دې مهال د پېښو زمه واري چا نه ده منلې.

مقامي اوسېدونکي وايي په شمالي وزيرستان کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې کیږي، په امنيتي عسکرو بريدونه کيږي او ځايي مشران په هدفي پېښو کې وژل کيږي.

په شپږم جون د انګریز خلاف د وسلوالې مبارزې کوونکي او ازادۍ غوښتونکي میرزالي خان (فقیر اېپي) لمسی شېر محمد وزیر په میر علي سیمه کې نامالومه کسانو له یو بل قومي مشر سره یو ځای په هدفي برید کې وژلی وو.

د هدفي بریدونو پرضد مبارزه کوونکي او پي ټي ایم فعالان عید رحمان وزیر، جلال وزیرستاني او حکیم مداخېل د مې په ورستیو کې د شمالي وزیرستان کجوری سیمې څخه بې درکه دي. پي ټي ایم د دوی تور د پاکستان په پوځ پورې کوي خو پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي.

په شمالي وزیرستان کې هدفي پېښې:

د شمالي وزیرستان د خلکو قامي (اتمانزو جرګه) او د ځوانو غیر دولتي تنظیم یوت اف وزیرستان د شمېرو ترمخه ضرب عصب عملیاتو څخه را پدیخوا 550 نه زیات کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي دي.

په حکومتي کچه دا دعوې نه دي تصدیق شوي خو تېر د جولایۍ په میاشت کې د هغه وخت د انتظامیې مشر مرستیال کمشنر شاهد علي د خبري غونډې پرمهال منلي وو تېر کال 2022 کې تر جولایۍ د میاشتې پورې 63 کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي وو.

د اتمانزو قامي جرګې غړی ډاکټر ګل علم وایي په هدفي پېښو کې زیاتره د علاقې مخور مشران، افسران، سیاسي فعالان، دیني علیمان او زنانه وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ نهه کاله وړاندې په 2014 کې عملیات کړي او د عملیاتو په نتیجه کې دا سیمې د ناامنۍ څخه پاکې اعلان شوې وې.

خو تېر کال د جون په میاشت کې لومړی د یوت اف وزیرستان څلور فعالان او بیا د جمعیت علما اسلام ف ګوند د یو ځایي مشر تر وژنې وروسته اتمانزو قامي جرګه پیل کړې وه او د حکومته نه یې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG