لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان د افغانستان په موضوع د متحده قومونو غونډې ته نه دي بلل شوي


ترجمان سټيفن ډو جېرېک وویل د غونډې مقصد د انساني حقونو، د ښځو او جینکو، په افغانستان کې د ټول شموله حکومت، د ترهګرۍ او نشۍ توکیو د قاچاق د مخنیوي په شان مسلو هم اهنګي پېدا کول او په نړیواله کچه په مشترکه ډول ښکېلتیا بیا را ژوندۍ کول  دي
ترجمان سټيفن ډو جېرېک وویل د غونډې مقصد د انساني حقونو، د ښځو او جینکو، په افغانستان کې د ټول شموله حکومت، د ترهګرۍ او نشۍ توکیو د قاچاق د مخنیوي په شان مسلو هم اهنګي پېدا کول او په نړیواله کچه په مشترکه ډول ښکېلتیا بیا را ژوندۍ کول  دي

د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس په بلنه د افغانستان په موضوع غونډه د ګل، دوشنبې، په ورځ د قطر سرښار دوحه کې کېدونکي ده خو د افغانستان واکمن طالبان غونډې ته نه دي بلل شوي.

د متحده قومونو په انتظام دوه ورځنۍ غونډه کې به د افغانستان دپاره د یو شمېر ملکونو خصوصي استازي او نور چارواکي شرکت کوي.

د متحده قومونو د مشر ترجمان وویل په غونډه کې د چین، برطانيې، فرانس، جرمني، هندوستان، انډونېشیا، ایران، جاپان، قزافستان، کرغزستان، ناروی، پاکستان، قطر، روس، سعودي عرب، تاجکستان، ترکيې، ترکمنستان، متحده عرب امارات، امریکا، ازبکستان، یورپین یونین او د اسلامي ملکونو تنظیم او ايي سي شرکت کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه غونډه به د تړل شویو دروازو په شا کېږي او په کې به د ښځو په کار روزګار د طالبانو د بندیزونو په ترڅ کې طالبانو سره د ښکیلتیا په مشترکه لارو چارو غور کولی شي.

د افغانستان په چارو نظرساتونکی خبریال طاهر خان ویلي په قطر کې مېشته د طالبانو ترجمان سهېل شاهین تصدیق کړی چې طالبان د دوحې غونډې ته نه دي بلل شوي.

طاهرخان په ټوېټر یو پوسټ کې وویل چې شاهین خبریالانو ته ویلي چې د متحده قومونو د غونډې په څنډه کې د چین او د برطانيې استازو طالبانو سره ملاقاتونه کړي دي.

ګوټېرېس د خالي، شنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د ښځو په کار بندیزونه لرې کول یوازنۍ لاره ده چې په افغانستان کې مېلینونو خلکو ته چې امداد ته ضرورت لري رسايي کېدلی شي.

هغه وویل افغانان په چټکتیا بيړني امداد ته ضرورت لري او ښځې دغه امداد رسوولو کې بنیادي کردار ادا کوي. هغه زیاته کړه چې ښځينه امدادي کارکونکي ژوند بچ کونکی امداد افغان ښځو او جینکو ته رسوي.

د دوحه په غونډه کې به افغانستان دپاره د مختلفو ملکونو خصوصي استازي او د نړیوالو ادارو چارواکي شرکت کوي خو د متحده قومونو د مشر ترجمان د جمعې په ورځ وویل چې طالبانو ته د شرکت دعوت نه دی ورکړی شوی.

ترجمان سټيفن ډو جېرېک وویل د غونډې مقصد د انساني حقونو، د ښځو او جینکو، په افغانستان کې د ټول شموله حکومت، د ترهګرۍ او نشۍ توکیو د قاچاق د مخنیوي په شان مسلو هم اهنګي پېدا کول او په نړیواله کچه په مشترکه ډول ښکېلتیا بیا را ژوندۍ کول دي.

په ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیان واکمنېدو نه پس طالبانو د ښځو په تعلیم او کار روزګار قدغنونه لګولي چې نړیوالې ټولنې یې سخت مخالفت کړی او د امریکې په شمول یو شمېرمغربي ملکونو په طالبانو بندیزونه لګولي دي.

طالبانو د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي د افغان دود دستور او اسلام سره به ښځو د کار روزګار دپاره حالات برابروي.

د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخوانزاده په ښځو د بندیزونو لرې کېدو دپاره د نړیوالې ټولنې مطالبې رد کړي دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د متحده قومونو سېکیورټي په یو متفقه قرارداد کې په ښځو د طالبانو د قدغنونو غندنه وکړه.

د طالبانو خارجه وزارت د قرارداد غوښتنه رد کړه او ويې وېل د ښځو په کار روزګار بندیز د افغانستان داخلي مسله ده.

د دوحه غونډې نه مخکې طالبانو د تسلېمېدو په اړه د متحده قومونو د ډپټي سېکرېټري جنرل امینه محمد په خبرو لانجه راپارېدلې وه. هغې ویلي وو چې د دوحه په غونډه کې به طالبانو د منل کېدو يا نه منل کېدو په باره کې هم خبرې کېدلی شي.

متحده قومونو وروسته وویل چې طالبانو د مشروعیت په اړه خبرې د دوحه غونډې په اېجنډا کې شاملې نه دي.

واشنګټن ویلي وو طالبانو د منل کېدو خبره د قبلولو وړ نه ده.

د خالي، شنبې، په ورځ د شلو نه زیاتو ښځو په کابل کې مظاهره وکړه او غوښتنه يې وکړه چې متحده قومونو دې طالبان په رسمېت تسلیم نه کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG