لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکی وايي د اېمېګرېشن کېسونو به په چټکتیا فېصله کولی شي


د وي او ای رپورټ وايي په تېر یو کال کې د مرکزي امریکې، کرېبين ملکونو، افريقې، اوکراین او د نورو ملکونو نه دوه اشاریه څلور مېلین کډوال امریکې ته رارسېدلي
د وي او ای رپورټ وايي په تېر یو کال کې د مرکزي امریکې، کرېبين ملکونو، افريقې، اوکراین او د نورو ملکونو نه دوه اشاریه څلور مېلین کډوال امریکې ته رارسېدلي

د امریکې د هوم لېنډ سېکیورټي یا قومي سلامتیا د ادارې مشر الېهانډرو مایورکس ویلي حکومت به کوښښ کوي چې د می د ۱۲ نېټې نه د موجوده قوانینو دلاندې د هغو زرګونو خلکو ايميګرېشن کېسونه فېصله کړي د مېکسیکو سره په پوله امریکې ته راتګ غواړي.

تر دغه نېټې پورې به د صدر جوبایډن حکومت د کرونا وبا د وخت د هغه قانون استعمال ختم کړي چې ترمخه امریکي ته په غیر قانوني توګه راتلونکي کسان د صحت په بنیاد د ملک نه وېستلی شول.

مایورکس د اتوار، يکشنبې، په ورځ د اېن بي سي ميټ دي پرېس پروګرام ته وویل امریکې ته رارسېدونکي کورنۍ به د اېميګرېشن قانون د نافذ کولو په عمل کې شاملول کېږي او که د مرستې دپاره خواست کوي نو په خواست به يې فېصله په چټکتیا کولی شي.

هغه وویل د ايمیګرېشن کېسونه به د میاشتو په ځای په ورځو او هفتو کې فېصله کېږي او د ايمېګرېشن چارواکي به يې د هغو دوو مېلین کېسونو نه مخکې اوري چې لا د فېصلو په انتظار پراته دي.

مایورکس وویل که چېرې یو ماشوم یوازې پولې ته راورسي نو چارواکي به دغه ماشومام د ۷۲ ګنټو دننه د ډپارټمنټ اف هېلت اېنډ هیومن سروېسز ته حواله کوي.

هغه وویل دا بیا د ډپارټمنټ اف هېلت اېنډ هیومن سروېسز پورې اړتیا لري چې ایا د دغه ماشوم خپلوان ولټوي او یا په امریکا کې داسې کورنۍ چې د دغه ماشوم خیال ساتلی شي.

د وي او ای رپورټ وايي په تېر یو کال کې د مرکزي امریکې، کرېبين ملکونو، افريقې، اوکراین او د نورو ملکونو نه دوه اشاریه څلور مېلین کډوال امریکې ته رارسېدلي دي، زیاتره په کې بېرته لېږل شوي خو ځینې امریکې ته داخل شوي او یا يې مقدمې د ايميګرېشن په عدالتونو کې دوام لري چې د مقدمو سماعت يې په اینده میاشتو او کلونو کې ټاکل شوی دی.

مایورکس وویل امریکا دا وخت د کډوالو د بدترېنې مسله سره مخامخ ده.

یادونه: د خبر معلومات د وي او ای خبریال کېن فاربا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG