لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر په جنیوا کې د روس هم منصب سره د یوکرېن په اړه خبرې کوي


اېنتني بلېنکن او سرګی لاو رو
اېنتني بلېنکن او سرګی لاو رو

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د جمعې په ورځ‌ په جنیوا کې د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو سره د یوکرېن د کړکېچ په اړه خبرې کوي. په تېره یوه هفته کې دا څلورم ځل دی چې د دواړو ملکونو خارجه وزیر نېغ په نېغه د یوکرېن په موضو ملاقاتونه کوي.

امریکا او مغربي اتحادي ملکونه غواړي چې روس د یوکرېن د مشرقې پولې نه خپل ځواکونه ستانه کړي او روس غوښتنه کوي چې نېټو په مشرقي او مرکزي یورپ کې خپل فعالیت ودروي او به نېټو شاملېدو دپاره دې د یوکرېن خواست نه مني.

که څه هم روس دا خبره ردوي چې په یوکرېن د یرغل اراده لري خو مغربي ملکونه وايي د یوکرېن په سرحد تر یو لک پورې روسي ځواکونه په يوکرېن د یرغل تیاری دی.

اېنتني بلېکن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل که چېرې روس په یوکرېن کې پوځي مداخلت وکړو نو زر او دروند قیمت به یې ادا کړي. هغه وویل اوس هم وخت شته چې په مشرقي یورپ کې تاوتریخوالي د کمولو دپاره د روس صدر د سفارتکارۍ لاره غوره کړي.

بلېنکن وویل دا خبره په مستقیل ډول واضحه کړی شوي ده چې د روس ځواکونه د پولې نه پورېوزي او یوکرېن ته داخلېږي نو امریکا او اتحادیان به ورته سخت، چټک او ردعمل ښيي.

د وي او ای رپورټ وايي په یوکرېن د روس د یرغل په صورت کې امریکې او نېټو خو د اقتصادي پابندیو خبره کړې ده خو د پوځي اقداماتو ذکر یې نه دی کړی او دا خبره هم نه ده واضحه چې د یوکرین په ضد د روس د سایبر حملو او نورو روسي ګامونو په ځواب کې مغربي ملکونه څه کوي.

د امریکې صدر جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبري غونډې په مهال وویل چې د یوکرېن په ضد روس معمولي پوځي اقدام به هم مضمرات ولري. د یوکرېن صدر ولادومېر زلنسکي د صدر بایډن د معمولي پوځي مداخلت په خبرې سخت عکس العمل وښودلو او ویې وېل نه واړه ملکونه وي او نه هم معمولي پوځي مداخلتونه وي.

روس دا خبره ردوي چې په یوکرېن د حملې اراده لري.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریه ذکرووا وویل مغربي ملکونه په یوکرېن د روس د حملې د دعوو په شا مغربي ملکونه خپل راپاروونکي ګامونه او پوځي هلې ځلې پټول غواړي.

په عین حال کې د افریقي سیمې دپاره د امریکې د پوځ د څانګې مشر جنرل سټېون ټاون سېنډ ویلي چې روس د براعظم افریقي په مالي هېواد کې د سلګونو په شمېره کې د هغه په قول د کرايي پوځیان ځای په ځآی کړي دي چې ملاتړ یې د روس پوځ کوي.

جنرل ټاون سېڼد د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ سکایپ دلارې چرمني نه د وي اوای سره خصوصي مرکه کې وویل د روس د کرای دغه عسکر د وېګنر ډلې په نامه یادېږي. هغه زیاته کړه امریکې په دې اړه تشویش لري.

جنرل ټاون سېڼد وویل چین او ایران هم افریقا کې فعالیتونه زیات کړي دي. هغه تشویش څرګند کړو چې چین په افریقا کې پوځي مرکز جوړول غواړي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG