په اسرايل د ايران د ډرون او ميزايل بريدونو وروسته په واشنګټن کې لوړ پوړي چارواکي هڅه کوي چې په منځني ختيځ کې جګړه پراخه نه شي. د اتوار/ يکشنبې په ورځ ماسپښين يو امریکايي لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط خبريالانو ته ويلي، "دلته ځينې نتيجې ضرورت لري".
چارواکي ويلي، د امریکې صدر جوبايډن د اسرايل د وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو سره په تازه خبرو کې "ښکاره ویلي مونږ چې څه کوو د شخړې د خطرو سېوا کولو" په ځانګړي ډول تګلاره او احتياط پکار دی. د اسرايل چارواکي ايران ته د جواب ورکولو ټينګار کوي خو د اسرايل د جنګ کابينه په څرګنده وېشلې ښکاري چې جواب څنګه او کله پکار دی.
که اسرايل جوابي کارروايي کوي، دا به یې يواځې کړي.
امریکايي چارواکي وايي، "مونږ به په داسې کولوپه خپله برخه نه اخلو" نوموړي د ايران حملې ته په غبرګون ويلو کې د امریکې د برخې اخستو پوښتنې ته په ځواب کې دغه خبره کړې ده. د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ترمخه، د ايران لخوا په اسرايل د شوو " 300 نه زيات ډرون او ميزايل حملو" د اسرايل، امریکې او نورو همکارانو لخوا په شا تمبول "غټه پوځي کاميابي" وه.
د امریکې مرکزي کمانډ ويلي، د امریکا په ملاتړ يورپي کمانډر د خالي او اتوار په سهار یې په کاميابۍ سره د ايران او يمن لخوا په اسرايل د 80 نه زیات يو اړخيزه هوايي بريدونه او لږ تر لږه شپږ بېلسټک ميزايلې تباه کړي دي.
د امریکې د د دفاع وزير لويډ اسټين د اتوار په ورځ ناوخته ويلي، چاودېدونکي ډرون او ميزايلې د ايران د خاورې، عراق، شام او يمن څخه شوي دي.
اسټين ویلي، "مونږ په ايران غږ کړی چې سمدستې نورې حملې ودروي، بشمول د خپلو د خپل پراکسي ځواک، او کړکېچ راکم کړي"، هغه زياته کړې، "مونږ د ايران سره شخړه نه غواړو خو مونږ به د خپلو ځواکونو د ساتنې او اسرايل د ملاتړ څخه هيڅ ډډه ونه کړو". نوموړي د اسرايل د دفاع وزیر يوو ګېلنت سره د اتوار ورځ او اوونۍ په اخره کې درې ځله په ټيليفون خبرې کړي دي.
د امریکې صدر جوبايډن د ايران حملې ته د سفارتي ځواب دپاره په تندۍ د جي سېون هېوادونو ويډيوي غونډه بللې وه.
د جي سېون هیوادونو د مشرانو د غونډې وروسته په ګډ بيان کې ويل شوي، ايران په دغو اقداماتو په سيمه کې بې ثباتۍ بل ګام پورته کړی دی، دا په سيمه کې کړکېچ سېوا کولو ته لمن وهل دي، د دې نه ډډه کول پکار دي.
دوی ویلي، مونږ د حالاتو قابو کولو او نورې شخړې بچ کېدو دپاره کار کوو، د ايران نه یې د پراکسيز بندولو غوښتنه کړې او زياته کړې یې ده دوی د نورو اقداماتو دپاره تيار دي.
بايډن د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو سره په ټيليفوني خبرو کې ويلي، امريکا د اسرايل د امنيت دپاره کلکه ژمنه کوي. د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، بايډن، نېتن ياهو ته ویلي، د ايران په حملو کې کم نه کم ځاني او مالي تاوان شوی ځکه اسرايل ته پکار دي د ايران د حملو ځواب ور نه کړي.
د امریکې صدر او بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د سيمې د مشرانو سره په ټيليفوني خبرو کې ویلي، واشنګټن د تهران سره نېغ پوځي ټکر نه غواړي او امریکا به د اسرايل د دوامداره ساتنې دپاره هيڅ ډډه ونه کړي.
ايران نه د حملې تاييد او نه رد کړی دی. دفاعي چارواکو د جمعې په ورځ تاييد کړې، امريکايي پوځ منځني ختيځ پله د اضافي پوځ تګ پيل شوی دی. په سيمه کې دا وخت خواوشا 40,000 پوځيان دي.
Forum