لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستاني طالبانو مشر فضل الله پاکستان ته ستون شوى


تيره مياشت شمالي وزيرستان کې په يوه امريکائي ډرون حمله کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو طالبانو مولانا فضل الله خپل نوى مشر ټاکلى ؤ
تيره مياشت شمالي وزيرستان کې په يوه امريکائي ډرون حمله کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو طالبانو مولانا فضل الله خپل نوى مشر ټاکلى ؤ

پيښور- په گاونډي هيواد افغانستان کې ترڅو کلونو دپاتې کيدو وروستو دنهې په ورځ دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد ادعا کړې ده چې دطالبانو نوى ټاکل شوى مشر مولانا فضل الله دپاکستان قبائيلي سيمو ته راستون شوى دى.
مولانا فضل الله دپاکستاني طالبانو هاغه مشر دى چې حکومت يې پسر 500,000 ډالر انعام ايښودى اؤ په هغه دکال ٢٠١٢م دجون په مياشت کې د١٧ؤ پاکستاني عسکرو دوژلو ترڅنگ دپوځ په ضد دخونړو بريدونو ترسره کولو تور لگول کيږي.
تيره مياشت شمالي وزيرستان کې په يوه امريکائي ډرون حمله کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو طالبانو مولانا فضل الله خپل نوى مشر ټاکلى ؤ.
په ٢٠٠٩ء کې دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دسوات دطالبانو په ضد دپاکستاني پوځ لخوا په لويه پيمانه دعملياتو ترسره کيدو وروستو باور کيدو چې مولانا فضل الله دخپلو ځينو ملگرو سره دافغانستان په کونړ يا نورستان ولايت کې پناه اخستې ده.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد وائي فضل الله اوس دقبائيلي سيمو په کوم نامعلوم مقام دطالبانو دتحريک مشري کوي
دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دټي ټي پي دجنگيالو پشمول گڼ شمير تندلارو خپلې خوندي ځالې جوړې کړي دي.
طالب وياند دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې له دې وړاندې پاکستاني ميډيا ادعا کړې وه فضل الله قبائيلي سيمې وزيرستان ته رسيدلى دى.
خو شاهدالله شاهد وويل دا سمه نۀ ده چې گنې فضل الله په وزيرستان کې دى، هغه په قبائيلي سيمو کې په کوم نامعلوم مقام موجود دى
بايد وويل شي واشنگټن پاکستان څخه دډيرې مودې راهسې شمالي وزيرستان کې دحقاني ډلې دجنگيالو پشمول دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو غوښتنه کوي ، خو پاکستاني چارواکي دريځ لري دغه عمليات به په مناسب وخت اؤ خپلو ملي وسيلو ته په کتلو سره پيل کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG