لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف وائي ترهه گرۍ دهيواد عملداري چيلنج کړې


 بنو ته په رسيدو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وزيراعظم نواز شريف ته هرکلى وئيلى
بنو ته په رسيدو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وزيراعظم نواز شريف ته هرکلى وئيلى

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دجمعې دخيبرپښتونخوا بنو سيمې ته رسيدلى اؤ دغلته يې دشمالي وزيرستان دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ کسانو دکيمپونو دوره کړې ده.

دبنو په کيمپونو کې دميشتوؤ شمالي وزيرستان کډوالو ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې دروژې په مياشت کې به کډوالو ته ديوې کورنۍ پسر څلويښت زره روپۍ ورکولى شي.

نواز شريف وويل چې دکډوالو دابادولو لپاره که په کهربونو روپۍ هم خرڅ کيدل راپيښ شول نو خرڅ کوؤ به يې اؤ په دغه اړه به شومتوب نۀ کوؤ.

هغه ومنله چې دوزيرستان دخلکو لپاره خپل کورونه پريښودل اسان نۀ وؤ اؤ وئيلي يې دي چې ددغو کډوالو دانتظاماتو لپاره دوسيلو کمى نشته.

هغه وويل چې دکډوالو دستونزو هوارولو لپاره پوځ اؤ حکومت گډې هڅې کوي.

وزيراعظم وويل ترهه گرۍ دهيواد عملداري چيلنج کړې ده.

دنواز شريف وينا وه چې په شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو په مهال تباه شوي کورونه به هم ډير زر جوړ کړل شي اؤ زياته يې کړه چې حکومت به په سيمه کې نوي سکولونه، هسپتالونه اؤ سړکونه جوړوي.

ښاغلي شريف وويل چې دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ کسانو دتکليف احساس ورته شته اؤ زياته يې کړه چې دهغوي دستونزو هواري لپاره شپه ورځ محنت کوي.

وزيراعظم وويل په شمالي وزيرستان کې عمليات کول ضروري وؤ اؤ زياته يې کړه چې دستونزو هوارى دحکومت بنيادي ذمه واري ده.

هغه وويل چې په شمالي وزيرستان کې دامنيت ټينگښت يې لمړۍ ترجيح ده.

له دې وړاندې بنو ته په رسيدو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وزيراعظم نواز شريف ته هرکلى وئيلى اؤ پوځي چارواکو هغه ته دشمالي وزيرستان دکډوالو په کيمپونو کې دهغوي لپاره په شوؤ انتظاماتو حال احوال تير کړى دى.

بنو ته ددغه سفر په مهال دپاکستان وزيراعظم دپوځ افسرانو اؤ عسکرو سره هم ليدنه کړې ده.

نواز شريف سره دبنو ددغه سفر په مهال دخيبرپښتونخوا گورنر سردار مهتاب عباسي ، دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک، وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ اؤ داطلاعاتو اؤ نشرياتو وزير پرويز رشيد هم ملگري وؤ.

تيره ورځ اسلام اباد کې دپاکستان بار کونسل يو هيئت سره خبرو کې نواز شريف وئيلي وؤ چې شمالي وزيرستان کې دروانوپوځي عملياتو مقصد هيواد څخه دترهه گرو ختمول اؤ دامنيت ټينگښت باوري کول دي.

پاکستان په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ غيرملکي تندلارو په ضد يوه اوونۍ وروستو له هغې د"ضرب عضب" په نوم پوځي عمليات پيل کړل چې دکراچۍ په هوائي ډگر دشوې هاغه حملې ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحريک ومنله چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال عاصم باجوه تيره ورځ راولپينډۍ کې دشمالي وزيرستان دعملياتو په اړه خبريالانو ته دحال احوال تيرولو په مهال وئيلي وؤ چې په دغو عملياتو کې تر دې مهاله ٣٢٧ ترهه گر وژل شوي،دهغوي ٤١ ځالې تباه کړل شوي اؤ پکې لسو پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى.

خو دازادو سرچينو څخه دشمالي وزيرستان په عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ دى شوى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG