لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور:دشمالي وزيرستان ډرون حمله کې دالقاعده شپږ کمانډران وژل شوي


 دورځپاڼې ترمخه دالقاعده دفتح کميټۍ مشر صنفي النصر پخلى کړى چې دجولا ئي په ١٠مه نيټه دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې ترسره شوې دډرون حمله کې دهغوي دډلې شپږ غړي وژل شوي دي.
دورځپاڼې ترمخه دالقاعده دفتح کميټۍ مشر صنفي النصر پخلى کړى چې دجولا ئي په ١٠مه نيټه دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې ترسره شوې دډرون حمله کې دهغوي دډلې شپږ غړي وژل شوي دي.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې دي نيوز پخپل يو راپور کې دالقاعده دقيادت له خُلې وئيلي چې دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې اوس اوس ترسره شوي دډرون يوه حمله کې دالقاعده شپږ کمانډران وژل شوي دي.

دورځپاڼې ترمخه دالقاعده دفتح کميټۍ مشر صنفي النصر پخلى کړى چې دجولا ئي په ١٠مه نيټه دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې ترسره شوې دډرون حمله کې دهغوي دډلې شپږ غړي وژل شوي دي.

هغه وائي چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې وژل شوؤ شپږو دالقاعده غړو کې ددريوؤ نومونه تاج المکي، ابو عبدالرحمان الکويتي اؤ فيض اودا خالدي شامل دي اؤدډرون په دغه حمله کې دوژل شوؤ نورو کسانو پيژندگلو ځکه نۀ شي کيدى چې دهغوي مړي دپيښې دځايې څخه سمدستي وروستو لرې کړل شوي وؤ.

صنفي النصر دټولنيزو تماسونو په يوه ويب پاڼه خپل بيان کې وئيلي چې دوژل شوؤ شپږو کمانډرانو تعلق دحافظ گل بهادر ډلې سره ؤ اؤ هغوي په ١٠مه جولا ئي دډرون حمله کې وژل شوي وؤ.

هغه دا هم وئيلي چې په وژل شوؤ کې دپاکستان دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو دقتل ذمه واري قبلونکى دالقاعده چيف اپريشن کمانډر مصطفي ابويزيد هم شامل دي.

دپاکستان دپوځ لخوا په شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې په ١٥م جون دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو راپديخوا په دغه قبائيلي سيمه کې امريکائي ډرون حملو کې هم اضافه راغلې چې پکې په لسگونو جنگيالي وژل شوي دي.

دپاکستان پوځ هم په دغو عملياتو کې د٤٥٠ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژلو دعوه کوي خو سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله په ازادانه توگه دغه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG