لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيواد څخه به ترهه گري ډير زر ختمه کړل شي، نوازشريف


 په دغه موقع دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان اؤ دوزيراعظم پوليټيکل سيکرټري ډاکټر اصف کرماني هم موجود وؤ.
په دغه موقع دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان اؤ دوزيراعظم پوليټيکل سيکرټري ډاکټر اصف کرماني هم موجود وؤ.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي ترهه گري به هيواد څخه ډير زر ختمه کړل شي.

پاکستاني نژاده برطانوي باکسر عامر خان دنهې په ورځ اسلام اباد کې وزيراعظم نواز شريف سره ليدنه کړې ده، په دغه موقع وزيراعظم وويل چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دروانو عملياتو ضرب عضب په مهال دوړاندې څخه گڼ شمير ترهه گر وژل شوي دي.

په دغه موقع دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان اؤ دوزيراعظم پوليټيکل سيکرټري ډاکټر اصف کرماني هم موجود وؤ.

عامر خان وزيراعظم نواز شريف سره دپيښور په سانحه دغمرازۍ اؤ خفگان څرگندونه اؤ دترهه گرو له لوري دبې گناه اولسي وگړو دوژنې غندنه وکړه، عامر خان وزيراعظم نوازشريف پاکستان کې دخپلې باکسنگ اکيډيمۍ دجوړولو منصوبې څخه هم خبر کړو.

وزيراعظم دا هم وئيلي دي چې دهغه دحکومت ترجيح ټول هيواد کې دسلامتۍ صورتحال غوره کول دي اؤ دې لړ کې مهم گامونه اخستل کيږي.

عامر خان تيره ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره هم جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې ليدنه کړې اؤ وروستو يې دپيښور دهاغه سکول دوره هم کړې وه چې دترهه گرو له لوري په نخښه شوى ؤ اؤ ددې ترڅنگ دبنو دکډوالو دخيمو په دوره هم تللى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG