لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمنا پيښه کې دمړو شوؤ کسانو شميره ٢١٧٧ ته رسيدلې،راپور

خبري ادارې دغه شمير دخپلو سرچينو اؤ دهاغو هيوادونو له لوري دورکړل شوؤ معلوماتو څخه وروستو ښودلى دکومو وگړي چې په ٢٤م ستمبر دمکې سره نزدې منا کې په کاڼو دشيطان دويشتلو په مهال دمنډو ترړو جوړيدو پيښه کې مړۀ شوي اؤ ژوبل شوي وؤ.

امريکائي خبري ادارېايسوسي ايټډ پريس خبر ورکړى چې تيره مياشت سعودي عرب کې دحج په مهال دمنډو ترړو جوړيدو پيښه کې دمړو شوؤ کسانو شمير٢١٧٧ ته رسيدلى دى.

خبري ادارې دغه شمير دخپلو سرچينو اؤ دهاغو هيوادونو له لوري دورکړل شوؤ معلوماتو څخه وروستو ښودلى دکومو وگړي چې په ٢٤م ستمبر دمکې سره نزدې منا کې په کاڼو دشيطان دويشتلو په مهال دمنډو ترړو جوړيدو پيښه کې مړۀ شوي اؤ ژوبل شوي وؤ.

ددغه پيښې څخه وروستو دمړو اؤ ژوبلو کسانو شميره کې پرله پسې اضافه کيده خو دسعودي عرب له لوري په وروستي ځل په ٢٦م ستمبر ښودل شوې شميره کې په حکومتي کچه کوم بدلون نۀ دى راغلى.

دسعودي عرب دچارواکو ترمخه منا کې دمنډو ترړو جوړيدو پيښه کې ٧٦٩ حاجيان مړه شوي اؤ ٩٣٤ ژوبل شوي وؤ.

دسعودي عرب شاه سلمان ددغه پيښې دبشپړو پلټنو امر کړى ؤ کومې چې تر دې مهاله روانې دي.

داتوار په ورځ دسعودي داخله وزير شهزاده محمد بن نائف دلوړپوړو چارواکو ترڅنگ غونډه کې گډون کړى چې پکې ددغو پلټنو په اړه په بيلا بيلو چارو بحث شوى، خو دسعودي عرب سرکاري خبري ادارې په دې اړه تفصيل نۀ دى جاري کړى.

ايران تور لگوي چې دغه پيښه په شکمنه توگه دسعودي عرب دحکومت له لوري دحج په مهال دناقصو انتظاماتو له امله رامينځته شوې وه، تهران غوښتنه کوي چې دحج انتظامات دې دبيلا بيلو هيوادونو په چارواکو مشتملې يوې خپلواکۍ څانگې ته وسپارل شي.

دې پيښه کې دايران تر ټولو زيات وگړي وژل شوي وؤ چې شمير يې دڅلورو سوؤ څخه زيات ښودل کيږي، دې پيښه کې پاکستان سره تعلق لرونکي په لسگونو حاجيان هم مړۀ شوي وؤ.

سږکال دټولې نړۍ څخه دشلو لکو څخه زيات مسلمانان سعودي عرب ته تللي وؤ.

ايران بغير له ثبوت څخه دمنا پيښه کې دمړو شوؤ کسانو شميره 4700 ښائي.

که چرې په غيرسرکاري توگه ورکړل شوې دمړو شميره سمه ومنل شي نو دحج په موقع رامينځته شوې دغه دتاريخ تر ټولو خونړۍ پيښه ده، له دې وړاندې کال ١٩٩٠ء کې منا کې همدغه شان پيښه کې ١٤٠٠ کسان مړۀ شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG