لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جان کيري دمينځني ختيز اؤ اروپا په سفر


هيله ده چې هغه به دسعودي عرب، اردن، ترکي روس دخپلو سيالانو سره ليدنې کوي.

دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري داسرائيل اؤ فلسطين ترمينځ دمخ په زياتيدونکي تاؤتريخوالي دکمولو لپاره دهلو ځلو لړ کې دمينځني ختيز اؤ اروپا دوره کوي.

دامريکا دخارجه محکمې ترمخه دشورو په ورځ دپيليدونکې دې دورې په مهال به کيري امريکائي شراکت دارانو اؤ ائتلافي سره په امنيتي چارو، دداعش دجنگيالو څخه دڅيلمه خطرو، شام اؤ يوکرين کې دبدامنۍ په صورتحال خبرې اترې کوي.

هيله ده چې هغه به دسعودي عرب، اردن، ترکي روس دخپلو سيالانو سره ليدنې کوي.

اوسنو اوونو کې داسرائيل اؤ فلسطين ترمينځ تاؤتريخوالي کې يوځل بيا اضافه راغلې اؤ په دغه مهال د٥٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي.

فلسطين فکر کوي چې اسرائيل يروشلم کې داقصي جومات په برخو تجاوز کوي ، خو دغه مقام ديهوديانو لپاره هم همدومره مقدس دى چې له امله يې دواړو لورو ته تاؤتريخوالى ليدى شي.

دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي وئيلي دي امريکا به په دواړو خواؤ زور راوړي چې په دوه رياستي حل دخبرو اترو لوري ته بيرته راشي.

XS
SM
MD
LG