لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بې وطنه ماشومان دامتياز اؤ مايوسۍ ښکار دي،ملگري ملتونه


 ديو اين ايچ سي ار وينا ده چې هر لس منټه پس يو ماشوم بې وطنه زيږيږي.
ديو اين ايچ سي ار وينا ده چې هر لس منټه پس يو ماشوم بې وطنه زيږيږي.

دملگرو ملتونو دکډوالو دادارې يو اين ايچ سي ار وينا ده چې يو کال دمخه دبې وطنۍ ختمولو لپاره پيل کړل شوي ١٠ کلن مهم سره پرمختگ کيږي خو دا کافي نۀ دى.

ديوې اندازې ترمخه تر دې مهاله يو کروړه کسان دبې وطنۍ ښکار شوي دي اؤ هغوي ديو هيواد وگړي هم نۀ گڼل کيږي، دغه بې وطنه کسان دهاغو ټولو حقونو څخه محروم دي کوم چې دزيږون سرټيفيکيټ اؤ دکوم هيواد دوگړيتوب په اساس خلکو ته ترلاسه وي.

ديو اين ايچ سي ار وينا ده چې هر لس منټه پس يو ماشوم بې وطنه زيږيږي.

دتحفظ په اړه ددغه ادارې مرستيال هائي کمشنر وولکر ټرک وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې يو بې وطنه ماشوم به دغټيدو په ترڅ کې دمقصدي ژوند تيرولو دخواهش څخه مايوسه شي، هغه وويل بې وطني ديو سخت نفسياتي شخړې علت جوړيږي اؤ دا دماشوم خوداعتمادي کمزورې کوي.

ديو اين ايچ سي ار دراپور ترمخه بې وطنه ځوانان دامتياز سلوک، رسوايۍ اؤ پريشانۍ سره مخ کيږي اؤ هغوي داستحصال زيات ښکار وي.

بې وطني ټولو براعظمونو کې موجوده ده، خلک هاغه مهال دبې وطنۍ ښکار کيږي کله چې هيوادونه ماتيږي لکه څنگه چې پخواني سوويت يونين کې شوي وؤ يا کله چې يو نوى هيواد جوړيږي لکه جنوبي سوډان، دې کې دصنفي امتياز هم يو مهم کردار دى ، گڼ هيوادونه ميندو ته اجازت نۀ ورکوي چې هغوي شهريت خپلو بچو ته منتقل کړي.

يو اين ايچ سي ار په ټولو هيوادونو زور راوړي چې هغوي دې په همه گيره کچه دماشومانو دزيږون اندراج باوري کړي اؤ ميندو ته دې دخپل شهريت خپلو بچو ته دمنتقل کولو اجازه ورکړي، همدغه راز ملگري ملتونه دهاغو قوانينو په خاتمې هم ټينگار کوي کوم چې ماشومانو ته دهغوي درنگ، نسل اؤ مذهب په اساس دشهريت ورکولو څخه انکار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG