لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ايګزټ کنټرول لسټ څخه دمشرف دنوم دويستو فيصله برقراره


دسندهـ هائيکورټ کال ٢٠١٤م کې دپرويز مشرف دنوم دايګزټ کنټرول لسټ څخه دويستلو پريکړه کړې وه اؤ ددې په ضد وفاقي حکومت سپريم کورټ کې اپيل جمع کړى ؤ ، کوم چې خارج کړى شوى دى.

دپاکستان سترې محکمې ددغه هيواد دپخواني پوځي صدر پرويز مشرف دنوم دايګزټ کنټرول لسټ څخه دنۀ ويستو په اړه دوفاقي حکومت خواست رد کړى دى.

دسندهـ هائيکورټ کال ٢٠١٤م کې دپرويز مشرف دنوم دايګزټ کنټرول لسټ څخه دويستلو پريکړه کړې وه اؤ ددې په ضد وفاقي حکومت سپريم کورټ کې اپيل جمع کړى ؤ ، کوم چې خارج کړى شوى دى.

دشورو په ورځ دسپريم کورټ لارجر بينچ دېلړ کې دسندهـ هائيکورټ فيصله بحال کړې ده.

دسترې محکمې دفيصلې څخه وروستو اوس پخواني صدر پرويز مشرف ته هيواد څخه دبهر تللو لاره هواره شوې ده.

خو سپريم کورټ پخپله فيصله کې وئيلي دي دمشرف په ضد دائين دماتولو دمقدمې اوريدنه کوونکي ځانګړى عدالت يا وفاقي حکومت کۀ دپخواني صدر نوم په ايګزټ کنټرول لسټ کې اچول غواړي نو دا يې انتظامي اختيار دى په کوم کې چې دسپريم کورټ هيڅ کردار نشته.

دپرويز مشرف دوکيلانو لخوا روانه مياشت ستره محکمه کې يو خواست جمع کړل شوى ؤ چې پکې غوښتنه شوې وه چې دهغوي دموکل نوم دې دايګزټ کنټرول لسټ څخه وويستل شي ترڅو هغه علاج لپاره دهيواد څخه بهر لاړ شي.

ايګزټ کنټرول لسټ کې دشاملو کسانو هيواد څخه به بهر تګ بنديز وي.

دپخواني صدر وکيلانو عدالت کې دريځ خپل کړى چې دپرويز مشرف ډاکټران دهيواد څخه بهر دي نو ځکه دې هغه ته دهيواد څخه بهر دتللو اجازه ورکړل شي.

پرويز مشرف دصحت دخرابتيا له امله اوسنو ورځو کې څو ځله هسپتال ته وړل شوى، هغه دا مهال کراچۍ کې ميشته دى.

XS
SM
MD
LG