لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکې په شمالي کوريا نوي بندېزونه لګولي دي


شمالي کوريا د نړيوالې ټولنې د سخت غبرګون باوجود په خپل دريز ټينګه ولاړه ده او د دغه ملک مشر کِم جونګ اُن د دړکو ډک بيانونه ورکوي .

د امريکې صدر باراک اوباما په شمالي کوريا د جوهري او بليسټک ميزائلو د تجربو کولو په سر نوي بندېزونه لګولي دي . او په دغه لړ کې يې صدارتي امر لاسليک کړی دی .

شمالي کوريا په شپږمه جنورۍ جوهري او په اوومه فرورۍ د بيلسټک ميزائل تجربه کړې وه . کومه چې د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د څو قراردادونو ښکاره سرغړونه ده .

د سپينې ماڼۍ پريس سيکرټري جوش ارنسټ د شورو په ورځ د صدر د دغه پرېکړې اعلان کړی دی .

جوش ارنسټ وئيلي د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل په ګډه منظور کړی شوؤ بنديزونو په ترڅ کې دا يو اړخيزه ګام امريکا ته د بندېزونو لګولو اجازه ورکوي .

" امريکا او نړيواله ورورلي د شمالي کوريا د ناجائزه جوهري او بيلسټک ميزائلو هلې ځلې نه شي زغملی او په شمالي کوريا به دا بندېزونه تر هغه وخت پورې وي چې پورې يې خپلې نړيوالې زمه وارۍ نه وي پوره کړي " .

شمالي کوريا د نړيوالې ټولنې د سخت غبرګون باوجود په خپل دريز ټينګه ولاړه ده او د دغه ملک مشر کِم جونګ اُن د دړکو ډک بيانونه ورکوي .

روانه اونۍ هغه د جوهري وسلې او د دغه وسلې وړونکو ميزائلو د "زر" تجربې کولو امر کړی ؤ ، او هم په روانه مياشت کې يې خپل پوځ ته امر کړی دی چې جوهري حملو ته چمتو اوسي .

د شمالي کوريا د مشر تازه بيانونه په ظاهره د جنوبي کوريا او امريکا د کاليزه ګډو پوځي مشقونو په غبرګون کې دي او کِم جونګ اُن دا په شمالي کوريا د حملې تياري ګڼي .

ولې سېؤل او واشنګټن وايي چې د پيانګ يانګ د تُندو بيانونو نه جزيره نُما (ټاپو) کې کړکيچ زياتيږي، او دا مشقونه د معمول او دفاعي نوعيت دي .

XS
SM
MD
LG