لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا ددفاع وزير په درې ورځني سفر هند ته رسيدلى


ښاغلى کارټر داتوار په ورځ دهند دسيلګرۍ ساحلي مقام ګوا ته رسيدلى کوم چې دهند ددفاع دوزير منوهر پاريکر پلرنۍ سيمه هم ده.
ښاغلى کارټر داتوار په ورځ دهند دسيلګرۍ ساحلي مقام ګوا ته رسيدلى کوم چې دهند ددفاع دوزير منوهر پاريکر پلرنۍ سيمه هم ده.

دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر په درې ورځنۍ دوره هند ته رسيدلى چرته چې به هغه هندي چارواکو سره ددواړو هيوادونو ترمينح په دفاعي مرسته اؤ دوسلې دتجارت په ګډون په بيلا بيلو چارو مذاکرات کوي.

ښاغلى کارټر داتوار په ورځ دهند دسيلګرۍ ساحلي مقام ګوا ته رسيدلى کوم چې دهند ددفاع دوزير منوهر پاريکر پلرنۍ سيمه هم ده.

دتير يو کال په مهال دامريکا ددفاع دوزير دهند دا دوهمه دوره ده چې ترې ددواړو هيوادونو ترمينځ دمخ په زياتيدونکو دفاعي اړيکو څرګندونه کيږي.

ګوا ته درسيدو څخه وروستو صحافيانو سره خبرو کې دامريکې ددفاع وزير وويل

هغه به خپل هندي سيال سره ددفاعي ټيکنالوجۍ په اړه په منصوبو اؤ دګډو پوځي مشقونو ترڅنګ په مهمو چارو خبرې کوي.

يو لوړپوړي امريکائي چارواکي ميډيا ته وئيلي دي چې دکارټر ددغه دورې په مهال ددواړو هيوادونو ترمينځ ددفاعي ټيکنالوجۍ ميدان کې دمرستې اؤ جنګي جهازونو دګډې تيارۍ اؤ پيداوار په اړه په معاملو دغور هيله ده.
دامريکائي چارواکي ترمخه دايش کارټر څخه دمخه دامريکې ددفاع مرستيال وزير فرينک کينډل دنوي ډيلي دوره کړې وه اؤ په دغه مهال په يادو شوؤ منصوبو اؤ وړانديزونو ددواړو خواؤ ترمينځ تفصيلي مذاکرات شوي وؤز

دهندي ميډيا ترمخه دايش کارټر سره هند ته رسيدلي هيئت کې دامريکائي جهازونو دجوړولو دکمپنيو بوئنګ اؤ لاک هيډ مارټر استازي هم شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG