امريکا هيله څرګنده کړې ده چې د طالبانو نوی مشر مولوي هبت الله اخندزاده به د خبرو لاره خپله کړي .
د امريکا د خارجه محکمې مرستيال وياند مارک ټونر د شورو په ورځ خبري غونډې ته په وينا کې د يو سوال په ځواب کې دغه خبره کړې ده .
کله چې د هغه نه د افغان سولې عمل په اړه پوښتنه وشوه نو مارک ټونر د دې هيلې څرګندونه وکړه چې " هغه (مولوي هبت الله) به د دې موقعې نه ګټه پورته کړي " .
وياند وويل " د هغه سره دا يوه موقعه ده چې د امن لاره خپله کړي او د خبرو اترو د لارې حل پله پرمختګ وکړي او مونږ هيله مند يُو چې هغه به هم داسې وکړي".
افغان طالبانو امريکايي بې پائيلټه ډرون بريد کې د خپل مشر ملااختر منصور د وژل کېدو وروستو مولوي هبت الله اخندزاده د ډلې نوی مشر ټاکلی دی .
افغان طالبانو څلور ورځې وروستو په يو بيان کې منلې چې د ډلې مشر ملا اختر منصور د افغانستان د کندهار ولايت د ريګستان او د پاکستان بلوچستان صوبې نوشکي سيمې ته څيرمه په يوه سرحدي سيمه کې د بې پائيلټه امريکايي الوتکې په بريد کې وژل شوی دی .
بل لور ته د افغانستان صدر اشرف غني د شورو په ورځ يو بيان کې ويلي څوک چې د افغانستان بې ګناه خلک وژني، د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي د افغانستان حکومت به د دوې د نابودۍ پورې د دوي په ضد مبارزه کوي .
ملا منصور باندې د شوي بريد نه پس هم په هغه ورځ د اشرف غني دفتر ويلي ؤ چې " د ملا منصور د وژل کېدلو په صورت کې د طالبانو د هغو ډلو لپاره نوی فرصت دی چې له جنګ او وینې تویولو لاس واخلي، د پردیو له خاورې څخه وطن ته راستانه شي او د سولې له هغې پروسې سره یوځای شي چې د افغانانو له لوري ترسره کېږي" .
افغان حکومت د طالبانو په ټولو ډلو غږ کړی ؤ چې د سولې عمل سره يو ځاې شي .