دامريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ميکسيکو سره دهيواد دجنوبي پولې ترڅنګ ديو ديوال دجوړو امر کړى ترڅو دغيرقانوني تګ راتګ مخه ونيول شي،په عين حال کې دميکسيکو صدر اينريک پينا نييتو يوځل بيا په ډاګه کړې چې دهغه هيواد به ددغه ديوال قيمت نه ادا کوي.
دهوملينډ سيکورټي دمحکمې ددورې په مهال ټرمپ دايميګيريشن په انتظامي حکمنامه لاسليک کړى دى.
ټرمپ ويلي " مونږ پخپله جنوبي پوله ديو بحران په مينځ ومانه کې يو، دمرکزي امريکا څخه دغيرقانوني مهاجرينو شمير کې اضافه امريکا او ميکسيکو دواړو ته زيان رسوي"، هغه دا هم ويلي دي چې " او زه باولرم کوم ګامونه چې مونږ اخلو، چې پيل يې هم اوس کيږي، به دواړو هيوادونو کې امنيت ښه کړي، دا به دميکسيکو لپاره ډيره ډيره ښه وي"
ټرمپ اى بي سي نيوز ته ويلي دوال جوړول به په يو څو مياشتو کې پيل شى او په دې خبره يې زور راوړى چې ميکسيکو به ددې لپاره ادايګي کوي.
خپله مرکه کې ټرمپ ويلي " په دې ديوال به زمونږ هيڅ لګښت نه راځي"
هغه ويلي ادايګي به کيدى شي په يو " پيچيده شکل" کې وي، اشاره يې ورکړې چې دا به دميکسيکو سټي څخه واشنګټن ته نيغ په نيغه ادايګي نه وي،واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي دميکسيکو په درامداتو دممکنه ټيکس پېسې ددې دادايګۍ لپاره کارول کيدى شي.
پينا نييتو دشورو په ورځ دميکسيکو خلکو ته په يو پيغام کې دخپل هيواد دريځ يو ځل بيا تکرار کړى او ويلي يې دي هغه دديوال دجوړيدو په پريکړه خفګان کوي او ددې سره اتفاق نه کوي.
هغه ويلي " ميکسکو په ديوالونو باور نه لري، ما څو ځله ويلي چې ميکسيکو به دديوال قيمت نه ادا کوي"