لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيشن: په ۲۰۱۶م کې يې د روسي سفیر سره ليدنه هيڅ نامناسبه نه وه


هغه وويل انتخاباتو کې د روسي رابطو د تحقيقاتو څخه يې ځان لرې وساتو چې د عدليې د وزارت د اصولو سرغړونه ونشي، سيشن د ټرمپ د انتخاباتو مهم مشاور ؤ.
هغه وويل انتخاباتو کې د روسي رابطو د تحقيقاتو څخه يې ځان لرې وساتو چې د عدليې د وزارت د اصولو سرغړونه ونشي، سيشن د ټرمپ د انتخاباتو مهم مشاور ؤ.

د امریکا لوی څارنوال یا اټارني جنرال جیف سیشن د سه شنبې په ورځ د سېنېټ د استخباراتو کمیټۍ ته ویلي چې تېر کال یې د روس د سفیر سره په واشنګټن کې دوه ځله ليدل کوم غلط کار نه ؤ. او دا تاثر ورکول چې په انتخاباتو کې يې د روسي چارواکو سره پټې رابطې وې دا ناوړه او کرکجن دروغ دي.

سیشن د سېنېټ استخباراتي کمیټۍ ته په وینا کې دغه خبره کړې ده کومه چې دا تحقيقات کوي چې ايا په انتخاباتو کې د روس لاسوهنه شوې ده چې مقصد يې د ډونلډټرمپ کاميابول ؤ.

هغه وويل انتخاباتو کې د روسي رابطو د تحقيقاتو څخه يې ځان لرې وساتو چې د عدليې د وزارت د اصولو سرغړونه ونشي، سيشن د ټرمپ د انتخاباتو مهم مشاور ؤ.

اټارني جنرال وویل چې هغه ته د رابرټ ملر په مشرۍ کې د هغه وخت د تحقیقاتو معلومات نشته ، څوک چې اېف بي آئي پخوانی مشر پاتې شوی دی.

نوموړي وویل "زه په ښاغلي ملر اعتماد لرم" .خو زیاته یې کړه هغه په دغه اړوند معلومات نه لري چې ټرمپ مُلر لرې کوي، څوک چې يوه میاشت وړاندې ټاکل شوی ؤ.

سيشن د بيابيا پوښتنو باوجود د دې خبرې ځواب کولو نه ډډه وکړه چې صدر سره يې څه خبرې شوي دي، هغه وويل د صدر سره خبرې یې شخصي وې.

سیشن وویل د روسی د بهرنیو چارو د وزیر سرګۍ کسلیاک سره يې دوه ځله لیدلي دي، یو ځل تېر کال د د ريپبلکن ګوند د ملي کنونشن په موقع او بل ځل يې ورسره د سېنېټ په خپل دفتر کې ليدلي وو. خو د هغه سره یې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاېن په وخت کې نه دي ليدلي بلکې د يو سېنېټر په حېث يې ورسره ليدلي دي.

هغه ووېل دا هغه وخت ؤ چې کله ټرمپ لا هغه (سيشن) د ملک د قانون پلي کوونکې ادارې د مشر په توګه نه ؤ نومولی.

سیشن وویل هغه ته نه دي ياد چې په واشنګټن کې يې په يو هوټل کې د کسلياک سره څه خبرې شوې وې، چرته چې د بهرنو امورو په موضوع د ټرمپ د وېنا په مهال دواړو ليدلي وو.

نوموړي زياته کړه انتخابي کمپاېن کې يې کله د روس په حواله داسې خبره نه ده اورېدلې چې د ډېموکرېټک ګوند هېلري کلنټن ته د ماتې ورکولو دپاره يې د ډونالډ ټرمپ سره مرسته کړې وي.

د امریکا لوی څارنوال جیف سیشن په داسې وخت کې د سنا استخباراتي کمیټې ته خپله شاهدي ورکړیده چې داسي رپورټونه خپاره شویدي، ولسمشر ټرمپ کیدی شي د روسیې په قضیه کې د خاص تحقیقاتي کمیسیون مشر رابرټ ملر د کاره برطرفه کړي.

د سيشن د خبرو نه وړاندې مرستیال څارنوال روزنسټائن يوې بلې قائمه کمېټۍ ته ويلي د کوم کلک ثبوت پرته به د ټرمپ لخوا د مُلر د چوکۍ نه لرې کولو هڅه د پامه وغورځوي.

روزنسټائن ويلي بې د ثبوته د ټرمپ هغه امر به ونه مني چې مُلر لرې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG