لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دکابل وروستۍ پیښې د افغانستان دخلکو صبر تمام کړی


اولمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو سرمنشي سره لیدنه کوي
اولمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو سرمنشي سره لیدنه کوي

افغانستان ملګرو ملتونو ته ویلي چې د کابل وروستۍ ترهګریزې پیښۍ ددغه هیواد د خلکو زغم پایې ته رسولی اؤ نړۍ باید په ګډه د تروریزم خطر ته متوجې اوسې.
دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني دغه څرګندونې پلازمینه کابل کې دملګرو ملتونو د سرمنشي ښاغلي انتونیو کوترش سره دلیدنې په مهال کړي دي.
په ۳۱مئ د کابل په وزیراکبر خان سیمه کې شوي یو خونړي بمي برید کې د۱۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي اؤ تر ۴۰۰ؤ زیات نور زخمیان شوي وؤ.
کابل دعوه کړې ده چې دغه ترهګریز برید پاکستان کې پلان شوی ؤ خو اسلام اباد د کابل دغه تور رد کړی دی.
دچهارشنبې په ورځ د افغانستان د اولسمشر ددفتر څخه په جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې اشرف غني سره لیدنه کې د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي هم کابل کې د ترهګرۍ روستۍ پیښې په سخته وغندلې اؤ وئ ویل تروریزم د بشریت ګډ دښمن دی.
بیان کې ویل شوي دواړو لورو دغه لیدنه کې افغانستان کې دسولې، ثبات، امنیت، تروریزم سره د مبارزې او د سیمه ییزو او پام وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه پلاوي ماموریت کې په ارزونه او د اصلاحاتو راوړلو ټینګار وکړو اؤ وې ویل هیله ده چې په شپږو میاشتو کې په دې برخه کې د مثبت پایلو شاهدان واوسو.
افغان اولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي سکتر ته وویل دپاکستان وزیراعظم نوازشریف سره یې په وروستۍ کتنه کې موافقه وشوه چې د څلور اړخیزې همغږۍ ناستې (افغانستان، پاکستان، چین او امریکا) څخه په افغانستان کې باید دسولې د پراختیا په موخه استفاده وشي.
له دې یوه ورځ وړاندې افغان اولسمشر اشرف غني کابل کې یو هئیت سره په لیدنه کې ویلي وؤ چې افغانستان دپاکستان څخه سوله نه غواړي بلکې پاکستان سره سوله غواړي.
څیړونکې انګیرنه کوي چې داشرف غني ددغه خبرې اشاره نیغ په نیغه دپاکستان له لوري افغانستان کې کیدونکې مداخلې ته وه.
دملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ته افغان اولسمشر ویلي ” افغانستان اوس د منځنۍ اسیا هېوادونو ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او همدارنګه له ایران او چین سره دوه او څو اړخیزه اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیتي ښې اړیکې ټینګې کړې دي”
هغه زیاته کړه، افغانستان هڅه کوي چې د انرژۍ د انتقال له لارې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا او د اورګاډي دکرښو یا پاټلۍ له لارې چین د سره ونښلوي ترڅو افغانستان ټرانزیټي مسیر تر اروپا وغځوي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش ویل ملګري ملتونه به د افغانستان دولت او خلکو سره د دوامدار همکار په توګه پاتې شي
دملګرو ملتونو سرمنشي کابل ته خپل دغه سفر په داسې حال کې کړی چې دتیرې څه مودې راهسې افغانستان کې دناامنۍ پیښې سیوا شوي اؤ افغان اولسمشر پرله پسې په پاکستان تور لګوي چې په کابل یې نااعلانه جګړه مسلط کړې ده.
د امریکا د دفاع وزیر ښاغلي جیم میټس هم اوړمه ورځ د امریکا کانګریس ته ویلي وؤ چې امریکا دافغانستان جګړه کې په بریالیتوب نه ده روانه .
د چهارشنبې په ورځ نړیوالو رسنیو داسې راپورونه ورکړي دامریکا صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ افغانستان کې د سولې راوستو په موخه دغه هیواد ته د نورو امریکایي پوځیانو دلیږلو واک پینټاګان ته ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG