لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"دپاکستان پوځ ترهګري دمفکورې په توګه قبول کړې ده"


افغان سفیر تور لګولی چې دترهګرۍ ملاتړ دپاکستان د بهرنۍ تګلارې یوه مهمه برخه ده
افغان سفیر تور لګولی چې دترهګرۍ ملاتړ دپاکستان د بهرنۍ تګلارې یوه مهمه برخه ده

په امریکا کې د افغانستان سفیر ښاغلي حمد الله محب ویلي دپاکستان پوځ کې نوي بهرتي کیدونکي افسران په ترهګرۍ د یوې مفکورې په توګه باور لري اؤ نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې په دغه پوځ جوخت نظر وساتي.

واشنګټن کې یو سیمینار ته پخپله وینا کې افغان سفیر تور لګولی چې دترهګرۍ ملاتړ دپاکستان د بهرنۍ تګلارې یوه مهمه برخه ده ځکه نړیواله ټولنه دې په پاکستان خپلې مرستې بندې کړي.

هغه دا هم ویلي چې اوس دپاکستان په پوځ کې نوي بهرتي کیدونکو افسرانو ترهګري د یوې مفکورې په توګه قبول کړې ده خو کله چې دغه افسران راتلونکي کې نوره ترقي وکړي د پاکستان پوځ به ټولې نړۍ دپاره یو خطر وګرځي

د محب په وینا”که نن پاکستان پاکستان بې جلبه پریښودی شو نو نړۍ باید په هاغه تریخ سبا غور وکړي چې کله به دپاکستاني پوځ شمیره ۱۰ؤ لکو ته رسی،دوئ به په لاس کې اټومي وسلې لري، عصري استخبارات به ورسره وي اؤ په تندلاریتوب به هغې د زړه د تل نه باور لري”

هغه په نړیواله ټولنه ټینګار وکړو چې د پاکستان د سیاسي مشرتابه سره په ګډه باید ددغه هیواد په فوځ خپله څارنه سخته کړي.

خو دجنوبی ایشیا دپاره د امریکا پخوانۍ مرستیالې وزیرې رابن رافیل د افغان سفیر ددغو څرګندونو سره اتفاق نه کوي اؤ وایي چې دپاکستان پوځ کې نوي بهرتي کیدونکي افسران ترهګرۍ ته په یو حساس نظر ګوري.

هغې وویل پاکستان افغانستان کې د روانې پراکسي جګړې برخه ده ترڅو چې د سیمې وضعه کړکیچنه وي دغه جګړه به هم روانه وي.

سیمینار ته پخپله وینا کې رابن رافیل ویلي چې د روانې میاشتې پیل کې امریکایي سناتور جان میک کین په اسلام اباد غږ کړی چې د ترهګرو په ضد باید غوڅ ګامونه واخلي خو پاکستان ددې په جواب کې ویلي چې د امریکا نوې تګلارې ته انتظار کوي.

هر څو که دغه سیمینار ته خپله وینا کې رابن رافیل دپاکستان په خواخوږۍ وینا کړې خو زیاتره امریکایي اؤ افغان چارواکي پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورنوي اؤ وایي دغه هیواد پخپله خاوره کې ترهګرو ته د پناه خوندي ځالې ورکړي دي .

د امریکا کانګریس هم د ترهګرۍ په ضد جګړې دپاره پاکستان ته ورکړل کیدونکې پیسې هم په دغه هیواد کې دپټو ترهګرو په ضد عملیاتو سره تړلي دي.

اوس اوس امریکا پاکستان ته دائتلافي مرستو په نوم ورکړی کیدونکې پینځه کروړه ډالر هم ایسار کړي اؤ ددفاع وزیر جیم میټس ویلي هغه ددې خبرې پخلی نه شي کولی چې پاکستان د حقاني نیټ ورک په ضد کوم مهم ګامونه اخستي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG