لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کونړ کې د پاکستان د غاړې توغندي ويشتل شوي دي


افغانستان وايي په خپله خاوره ترهګرو ته اجازه نه ورکوي چې د بل چا په ضد يې وکاروي.
افغانستان وايي په خپله خاوره ترهګرو ته اجازه نه ورکوي چې د بل چا په ضد يې وکاروي.

د پاکستان سره په پوله پرتې د افغانستان کونړ ولايت چارواکو ويلي د دانګام او ناړې په ولسواليو (ضلعو) کې د ډېورنډ د کرښې د پورې غاړې پاکستان څخه په لسګونو توغندي ويشتل شوي دي.

د کونړ د پولیس وياند فريدالله دهقان وي او ای ته ويلي د توغنديو مرمۍ پاکستاني ځواکونو ويشتي، مرمۍ د دانګام زوړ برول، سور کمر او د ناړې په پاټاش او چهره ګل سيمو کې لګېدلې دي.

هغه ويلي په کوم علاقو کې چې مرمۍ لګېدلي د لرې والي له امله یې د اوختې مرګ ژوبلې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

افغان چارواکو له دې وړاندې هم د کونړ او په پوله پرتو نورو سيمو کې د پاکستان د غاړې نه د توغنديو د ويشتو ويلي، خو په وروستيو میاشتو کې دغه ډول پېښې راکمې شوې وې.

تېره اوونۍ د افغانستان صدر اشرف غني د پاکستان د بهرنيو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه سره په ليدنه کې د ډېورنډ کرښې ته څېرمه په راکټي بريدونو خپلې اندېښنې څرګندې کړي او ويلي يې ؤ چې دغه اندېښنې دې د پاکستان نوي مشرتابه ته وړاندې کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه تېره اوونۍ د پلاوي سره د کابل په سفر تلې د صدر اشرف غني او بهرنو چارو مرستیال وزیر حکمت خليل کرزي سره یې ليدلي او په يو شمېر دوه اړخيزه چارو يې خبرې کړې وې.

پاکستان وايي د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه وسله وال دې غاړې ته بريدونه کوي او دوي یې په ځوابي عملياتو کې توغندي کاروي.

خو افغانستان وايي په خپله خاوره ترهګرو ته اجازه نه ورکوي چې د بل چا په ضد يې وکاروي.

پاکستان او افغانستان نزدې دوه نيم زره کلوميټره پوله لري، پاکستان په وروستيو کې ويلي په پوله د ترهګرۍ د مخنيوي په موخه د ازغن تار لګولو سره پوستې هم جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG